کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، لیکنه: بدرالافکار
زه کندز يم
زه کندز يم
ښکلی کندز
د ګران افغانستان په شمال کې
اسلام او هيواد ته د وفا څو وياړونه لرم
زما د فرزندانو له لاسه ډيرې مغرورې ککرې خاورې شوې
د سرو روسانو ککرې
د کمونستانو ککرې
ګلمجمو ته تر پايه دوزخ وم
د هغو نمک حرامو پر مرۍ توره پر لاس کيناستم
چا چې بند په بند د ګران هيواد بيلول غوښتل
زه د شر او فساد د تورو تيارو په وړاندې
له طالب جان سره پټ په يارانه کې وم
هغه مهال چې مزار يوه بله کربلا وه
شبرغان يوه بله کربلا !
طالب جان يو بل حسين ؤ
يو بل د مدني جانان لمسی
يو بل سخت زړي يزيد پرې د غدر توره راخلاصه کړې وه
ما په خپله غيږه کې پناه ورکړه
ما يې پر سر د رحم لاس راکش کړ
زما يرګنک ترې ځاريده
د غليم په وړاندې يې زما ارجال ، زما اقتاش سينه سپر کړې وه
زما توپخانه يې يو پياوړی حصار ؤ
زما سمسور او زرغون ابدان يې قدمونه ښکلول
زما ميدان يې د وصل لار وه
زه وم او تر پايه طالب جان
زه يې له بلوسګرو سره د هرې معرکې عريش وم
د صليبيانو د چپاو پر مهال هر چا له شا پر طالب جان د خنجر وار وکړ
خو ما يې ملا ور وتړله
تر څو چې زما په غيږ کې ؤ خوندي ؤ
خو چې له ما لاړ د ظالمانو د ظلم ښکار شو
نن مې بيا طالب جان ته زړه ورکړی
نن مې بيا هر د سترګو تور
د طالب د لښکر سپاهي ده
د طالب د قافلې مل ده
او د طالب جان په امر سر ورکوي
نن بيا زما په مهربانه غيږ کې د طالب غورځنګ دی
نن بيا ما طالب ته د عزت دستار ور په سر کړ
نن يې بيا ما شمله هسکه کړه
نن بيا ما د توحيد په کلمه ښکلی سپين بيرغ پورته کړ
نن بيا زما تنکيو ماشومانو
پتمنو تور سرو
تنکيو ځوانانو
باوقاره سپين ږيرو او مشرانو
د اسلام په مينه کې
د هيواد په مينه کې
د سپيڅلي طالب جان په مينه کې
خپل کور ، کلی او ښکلی ښار پريښود
له آسمانه د سرو اورونو باران ته يې زړه ښه کړ
سينې يې ورته سپر کړې
آه ! خدايه !
خو نن مې په زړه زلزله ده
د حسرت اوښکې تويوم
په ګرېوان مې د اوښکو باران دی
له غم نه و بوګنېګم
وايم دا له طالب جان نه جلا شوي
د نفس او شيطان په لومه کې ګير شوي
دا د طالب له رقيب سره تللي
دا د نفاق او بغاوت ملګري
ولې له جهاد سره زما پر مينه داغ لګوي ؟
ولې له صليب سره ما په يارانې تورنوي ؟
ولې زما اخلاص دسيسه بولي ؟
ولې زما وياړ په مسخره نيسي ؟
ولې زما د سپيڅلو فرزندانو اتلولۍ ته په سپکه سترګه ګوري ؟
ولې زما شهيد ته
زما کونډې ، زما يتيم ته سپکاوی کوي ؟
ولې وايي د کندز سوبه يوه دسيسه وه ؟
لويه خدايه !
له طالب جان سره په خپله مينه پېښمانه نه يم
په خپل اخلاص پېښمانه نه يم
لويه خدايه !
ته زما په زړه آګاه يې
ته زما د فرزندانو وينې يو قهر کړه يو طوفان
ته زما اخلاص يو تندر کړه ، يو اور
په هغه چا يې را نازل کړه
چې زما له ټپي ټپي بدن سره لوبې کوي
زما له شهيد شهيد بدن سره لوبې کوي
زما يتيم
زما کونډې په مسخره نيسي
دماغ يې شل کړه
ژبې يې ګونګې کړه
بدنونه يې مسخ او د بني اسرائيلو شاديان ترې جوړ کړه
آمين يا رب العالمين

















