په سوريه کې د ۵ نورو وژل شويو افغانانو مړي ايران ته راوړل شول

کابل ټکی کام۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

راپورونه وايي، چې د سوريې په جګړه کې د دولت په ننګه د پنځو نورو وژل شويو افغانانو مړي هم ايران ته راوړل شول.

ياد پنځه تنه له ۱۹ تر ۲۱ کلونو په عمر کې دي، ايران ته د کډوالو په څېر تللي وو او ايران سوريې ته د جګړې لپاره استولي دي.

د وژل شويو افغانانو مړي په تهران او دماوند کې خاورو ته سپارل شوي دي.

په تېر اګست کې په يوه خپاره شوي راپور کې ويل شوي و، چې نږدې ۳۵۰۰ تنه افغانان سوريې ته د جګړې لپاره تللي دي. يادو افغانانو منلې ده، چې ايران ورته د دې جګړې په بدل کې تنخواوې ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button