دهېواد د شخړې حل ، غيرصادقانه هڅو ناشونی کړی دی

 دکمونيستي رژيم  وروستي واکمن ډاکټر نجيب به په هره غونډه کې ويل، موږ سوله او امن غواړو ، خو د سولې او امن واک ورسره نه و . هغه څه چې د غونډو برخوالوته به يې اورول، ظاهرا به داسې برېښېدل چې ډاکټر نجيب په رښتيا د سولې غوښتونکی دی ؛ حال داچې له چا سره د سولې واک و ، هغه سوله نه غوښته . اوس هم هغه حال دی ؛ موجوده اداره چې مشري يې د ډاکټراشرف غني او عبدالله سره ده ، دوی دواړه ظاهرا په غونډو کې د نجيب په څېر دسولې غوښتنې کوي خو په خپله وينا کې يې صداقت نشته . کله چې د سولې خبرې پېل شي د ناکامه کولو لومړی  ثبوت يې دا وي ، چې بې صلاحيته پلاوی  مذاکراتو ته د طالبانو سره دناستې لپاره وليږي، چې لېږل شوی پلاوی به نه خپل صلاحيت لري او نه ورته د وينا لپاره څه په ګوته شوي وي . د مذاکراتو په دوام کې به هيڅ ونشي ، مذاکرات به بې پايلې تمام شي . بل د سولې او امن راوستلو غيرصادقانه عمل دا هم دی ، چې مذاکراتو ته په پلاوي کې داسې کسان شامل کړي چې د نه صلاحيت سره سره مقابل لوري ته دقانع کولو توان هم نه لري . افغان ولس په دې ښه پوهېږي چې دا يوه څرګنده غولوونکې هڅه ده او د سولي ته تږي ولس په سترګو کې خاورې اچول دي، چې دوی يو درځن اويا له درځنه زيات کسان پلاوي کې شامل کړي ، خو نه پکې د واک لرلو څرک وي او نه مقابل لوري ته دځواب ويلو ؛ بلکې هغه کسان به پلاوي کې شا مل وي چې مستقيما په جګړه کې لاس لري.

دفيليپين دولت او د « مورو ملي ډله » چې د مينداناو د ټاپو د مسلمانانو ډله ده ، د دوی ترمنځ څومره په صداقت سوله وشوه ؟ دې دواړو خواوو  په اصل کې دسولې لپاره رښتينې هڅې کولې ، هماغه وه چې  دسولې څرک يې په هېواد کې ښکاره شو. د فيليپيني دولت او اسلامپالو ترمنځ يوې سوله غوښتونکې ادارې چې د ” تماس نړيواله ډله ” يادېږي د دواړو خواوو ترمنځ يې منځګړتوب وکړ او دواړه خواوې يې دسولې او مذاکراتو لپاره سره کښېنولې . د تماس د نړېوالې ډلې د ادارې يوې غړې « اېما لېزلي » د فيليپين او د اسلامپالو مسلمانانو دسولې په اړه ويلي : د ۲۰۱۴زکال را په دېخوا تراوسه پورې د دواړو خواوو ترمنځ تر يولک زيات کسان په جګړو کې سره وژل شوي دي؛ خو اسلامپالو او فيليپين دولت چې په صداقت يې د روغې جوړې پلوي کوله. زموږ منځګړتوب ته يې په درنه سترګه وکتل . موږ دخپل باور له مخې د دواړو ترمنځ صادقانه هلې ځلې پېل کړي . دفيليپين او اسلامپالې ډلې ترمنځ يو ځلی په ۱۹۹ کې پېل خبرې ناکامه شوې اوس برتانيا، چاپان، ترکيې او سعودي څخه دتماس نړيوالې ډلې په منځګړتوب د دواړو خواوو، ترمنځ روغه جوړه وشوه . که څه هم دا روغه په ۲۲ پړاوونو کې وشوه خو د دې منګړې ډلې لوی رول دا و ، چې د خبرو لپاره يې دريمګړی هېواد ماليزيا غوره کړه او د دواړو خواوو څخه يې پنځه پنځه کسيز پلاوي چې دهرو پنځو کسانومشري به يو شخص کوله ، نظرونه واخيستل او د دواړو خواوو فيليپين دولت او اسلامپالو ترمنځ دسولې هوکړه لاس ليک شوه .

که په افغانستان کې موجوده اداره په رښتيا سوله  او امن غواړي ، نو په لومړي سر کې بايد يو داسې هېواد چې دافغانانو ، مذهب او کلتور سره نږدېوالی او شريکوالی ولري د سولې لپاره يې منځګړی غوره کړي . واکمن پلاوی دسولې خبروته وټاکي. طالبان هم د خپل هېواد د سلامتيا او د پرديو داشغال دخلاصون لپاره ورته اقدام وکړي نو که خدای کول افغانان به دسولې او امن ساه واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button