عراق: بمباريو او نښو ۱۱ ملکيان او ۱۶ پوځيان وژلي دي

کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

د عراق خبري رسنۍ وايي، چې په فلوجه ښار کې د ولسي وګړو د هستوګنې پر ځايونو بمبار کې ۱۱ تنه ملکيان وژل شوي دي.

بل لور ته د عراق د الرمادي ښار غرب لور ته په نښته کې د عراقي پوځ او شيعه ملېشې ۱۶ تنه وژل شوي دي.

سرچينو په فلوجه کې د بمبار له امله د وژل شويو ولسي وګړو په اړه نور څه نه دي ويلي.

خو د دويمې پېښه په اړه ويل شوي، چې وروسته له هغه چې پر داعش ډله باندې الرمادي ته د اکمال وروستۍ لاره هم وتړل شوه، ياده چاودنه وشوه، چې له امله يې ۱۶ تنه پوځيان او ملېشه ووژل شول.

الرمادي د تېر کال له مۍ مياشتې د داعش ډلې په ولکه کې ده او عراقي ځواکونه تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې بېرته يې ونيسي.

شيعه ملېشو او عراقي ځواکونو له درې اونيو راهيسې يو وار بيا پر الرمادي جګړه پيل کړه، خو تر اوسه يې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button