د روزۍ پراختیا په پرهیزګارۍ کې نغښتې ده

عزیر اسدخیل

په مکه مکرمه کې یو غریب او بېچاره سړي ژوند کاوه چي الله جل جلاله ورته یوه صالحه ښځه په نصیب کړې وه.
یوه ور ځ ښځې خپل خاوند ته احوال ورکړ چې مونږ د خوراک لپاره څه نلرو او نه څه شته چې يي وا غوندو!
سړی بازار ته ولاړ او دکار پلټنه یې پیل کړه خو هېڅ کار یې پیدا نکړ ، ستړی شو ، بیت الله الحرام ته ولاړ او دوه رکعته لمونځ يې اداکړ ، د الله جل جلاله دربار ته یې لاسونه پورته کړل او دعاء یې وکړه چې مشکلات او ستونزې یې حل شی ، کله چې له دعا کولو خلاص شو ، د حرم ساحې ته ووت ، هلته یې یوه کڅوړه پیداکړه کله چې یې پرانسته زر دیناره پکښې وو.
سړی ډېر خوشحاله سو او ژر کورته ولاړ او د کڅوړې کیسه یې ميرمنې ته وکړه ، مګرښځې یې هغه مال ردکړ ، ورته یې وویل :
دا مال حرام دی باید خپل څښتن ته یې وسپارې ،کله چې بېرته د حرم ساحې ته ولاړ هلته یې یو سړی ولید چې غږ کوي هغه کڅوړه چې زردیناره لري چا پیداکړې ده ؟
فقیر سړی ډېر زیات خوشحاله شو ، وې وویل:
ما پیداکړې ده ،واخله کڅوړه ،دا مې د حرم په ساحه کې پیداکړه ،
پوهېږﺉ چې بیا څه وشول او جزا څه وه ؟
غږکوونکي لږ ځنډ وروسته وکتل او بیا یې دغه بيچاره کس ته وویل :واخله دا کڅوړه ستا شوه ،دا نهه زره دیناره نورهم در واخله ، فقیر حیران شو، غږکوونکي وویل: د شام یو اوسېدونکي لس زره دیناره راکړل، او راته یې وویل :زر دیناره د حرم په ساحه کې وغورځوه ، که چا بېرته راوړل نو ټول مال ورته ورکړه ځکه چې هغه امین دی .

الله تعالی فرمایي: “ومن يتق الله يجعل له مخرجاً ويرزقه من حيث لا يحتسب”.
ژباړه : څوك چې له الله څخه وورېږي، الله به خامخا هغه ته له ستونزونه د وتلو كومه لاره پېداكړي او هغه ته به له داسې لارې نه روزي وركړي چې د ده ګمان ته هم نه رسېږي.

ګرانه لوستونکو ! که غواړې چې الله جل جلاله درته خپلې د رزق دروازې پرانيزي نو د ژوند په ټولو چارو کې امین اوسي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button