برتانيه ايران ته ۵۲۷ميليونه ډالر لېږدوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۲۷): په برتانيه کې د ايران سفير وايي، په نږدې راتلونکې کې به برتانيه ايران ۵۲۷ميليونه ډالر ولېږدوي.

د هغه په وينا، برتانيې له ايران سره په اويايمه لسيزه کې د وسلو پر سر په يوه معامله شخړه راغله، چې له هغې وخته د دغو پيسو انتقال وځنډول شو.

د ايران سفير حميد بعيدي وايي، اوس برتانيه په پام کې لري، چې د اويايمې لسيزې د يادې معاملې پور خلاص کړي.

هغه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د دغو پيسو ورکول په تهران کې د زندانې شوې ايران الاصله برتانوۍ له قضيې سره کوم تړاو نه لري.

ايران تېر کال ايران الاصله نازنين زغاري د دې هېواد په چارو کې د لاسوهنې په تور په پنځه کاله بند محکومه کړې ده.

برتانيې له دې وړاندې هم د دغې مېرمنې د خلاصون هڅې کړي دي، خو ايران يې د خوشې کولو په اړه څه نه دي ويلي.

په عين حال کې د برتانيا چاپ ټيليګراف ورځپاڼې تېره چهارشنبه په يوه راپور کې وليکل، چې برتانيا په داسې وخت کې ايران ته د يادو پيسو د ورکړې خبره کوي، چې د نيول شوې ايران الاصله برتانوۍ د خلاصون لپاره يې ورستۍ هڅې روانې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button