ترکيه: له اردوغان سره د دوستم کتنه د تړلو دروازو تر شاه ترسره شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۲۷): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د افغان ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم په انقره کې سره کتلي دي.

د ترکيې رسنيو وايي، چې د اردوغان او دوستم دغه کتنه د تړلو دروازو ترشاه ترسره شوې او رسنيو ته په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.

د دغه هېواد انادولو رسمي خبري اژانس ويلي، چې د افغان ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم له تېرې می مياشتې راهيسې په ترکيه کې اوسېږي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته ستون شي.

د سرچينې په وينا، په دغه کتنه کې مهمې خبرې شوي خو د خبرو جزيات يې له رسنيو پټ ساتل شوي دي.

د ولسمشر د لومړي مرستيال د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوستم او اردوغان تر منځ شاوخوا يونيم ساعت خبرې وشوې او زياتوي چې په ځانګړې توګه د افغانستان د شمالي ولايتونو پر امنيتي وضعيت غږېدلي دي.

څو مياشتې مخکې د جوزجان پخواني والي احمد ايشچي ادعا وکړه، چې دوستم وهلی ډبولی او پر هغه يې جنسی تيری کړی دی.

دوستم د نوموړي تورونه رد کړي خو له يادې شخړې څه موده وروسته جلاوطنه شو او ترکيې ته ولېږل شو.

تر اوسه دوستم هغه هېواد ته خپله جلا وطني نه مني، خو ويل کېږي چې نوموړی د ايشچي د قضيې له کبله بيرته افغانستان ته نه شي راتلی.

د روانې نومبر مياشتې په لومړيو کې د کابل يوې ابتدائيه محکمې د جنرال دوستم اووه ساتونکي د ايشچي د قضيې په تړاو هر يو په پنځه کاله بند محکوم کړل او داسې وويل شول، چې د محکمې دا پرېکړه به هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راتلو لار هواره کړي، خو ايشچي په دغه پريکړه خوښ نه دی او غواړي اصلي مجرم (دوستم) ته سزا ورکړل شي.

په تېره جولای میاشت کې د افغانستان د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ والي عطا محمد نور او د افغان دولت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په انقره کې له دوستم سره ولیدل او درې واړو د افغانستان د نجات په نوم د یوه نوي سیاسي اييتلاف جوړښت اعلان کړ.

خو افغانستان کې د جنرال دوستم الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنکړل شوه او بيرته ترکيې ته ستون شو، چې له هغې وروسته  د درېواړو لوريو تر منځ د جوړ شوي اييتلاف چارې هم په ټپه ولاړې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د هغه په راتګ سره به دغه اييتلاف د فعاليت اعلان وکړي او که نه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button