د کنړ د استناف څارنوالۍ اجراييه مدير وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۷): د کنړ امنيتي چارواکي وايي، چې وسله والو نن سهار د دغه ولايت د استناف څارنوالۍ اجراييه مدير شرين ګل وژلی دی.

د کنړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت رسنيو ته ويلي، چې نوموړی څارنوال نن سهار د څوکۍ ولسوالۍ په ديوه ګل سيمه کې مرکز  اسداباد ته په لاره و، چې وسله والو نيولی او وژلی دی.

نوموړي وويل، چې دغه څارنوالو د داعش وسله والو له لوري وژل شوی او زياتوي چې ځايي خلکو د نوموړي د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی او له داعش وسله والو سره يې جګړه کړې، چې په پايله کې يې دوه داعش وسله وال هم وژل شوي دي.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې وسله والو له نوموړي څارنوال څخه سر هم پرې کړی دی.

چارواکي وايي، څه موده مخکې داعش وسله والو د يادې ولسوالۍ په ديوه ګل دره کې فعاليت پيل کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې د داعش وسله والو په کنړ کې يو دولتي مامور وژلی دی.

د افغانستان په يو شمير نورو سيمو کې هم داعش وسله وال فعاليت کوي، چې ډېره پاملرنه يې د طالبانو سره جګړو ته، د هزاره ګانو په تکيه خانو، غونډو او لاريونونو کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button