کابل ته دسولې په موخه د پاکستاني پلاوي سفر

په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان پلاوي وخت په وخت راغلي او دهېواد لوړ پوړو چارواکو سره يې خبرې کړي دي، چې په شوو سفرونو کې د دواړو هېوادونو د چارواکو څخه د مثبتو پايلو وينا شوې ده . د سرحدونو او قبايلو دچارو وزارت وايي: په هېواد کې دسولې او ثبات د اعادې په موخه دخيبرپښتونخوا او بلوچستان دسياسي شخصيتونو يو، لس کسيز پلاوی کابل ته راغلی او په نظر کې لري، دهېواد د لوړ پوړو چاوراکو ترمنځ د يو شمېر قومي او سياسي مشرانو سره هم وګوري او په هېواد کې دسولې او ثبات په اړه دلازمو لارو چارو لټون په اړه يو د بل نظرونه سره شريک کړي. په دې پلاوي کې د افتاب احمدخان شيرپاو ، اسفنديار ولي او محمود خان اڅکزي نومونه ياد شوي چې د خيبرپښتونخوا او بلوچستان سياسي او قومي شخصيتونه دي. د لس کسيز پلاوي يادو مشرانو د مخه هم په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې کړي دي ، خو تراوسه پورې د پلاوو سفرونو او کتنو عملي جامه نه ده اغوستې . اوس چې يوځل بيا کابل ته د سياسي او قومي شخصيتونو پلاوي راغلل امکان لري ، له ځانه سره د دولت او طالبانو ترمنځ د ځنديدلو مذاکراتو د دوام لپاره يو څه ولري ، چې يوځل بيا د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره زمينه برابره کړل شي. پاکستاني چارواکو تل په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کړی دی ، خو د څو مياشتو راپه دېخوا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې خړې شوي دي ، يو شمېر افغان پارلماني غړو د سولې په اړه د پاکستان په هڅو نا اميدي څرګنده کړېده . د تېرو څو کالو راپه دېخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځ  د يو شمېر امنيتي او ترانزيټي مسايلو اړيکې خړې شوي دي ، خو بيا سره يو او بل  ته د پلاوو په ورتللو او خبرو کولو له لارې خړې شوې اړيکې عادي حالت ته ستانې شوي دي. زما په اند د دې پلاوي په سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د بيا عادي کيدو مسئله هم شته چې د يوې خوا به د دواړو هېوادونو ترمنځ خړې شوې اړيکې پرځای کړل شي او د بلې خوابه د راتلونکې دستمبر په لومړۍ اونۍ کې په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس لپاره د افغانستان د ګډون لپاره چې د نورو مسائلو ترڅنګ دافغنستان دا مسئله به پکې لومړيتوب ولري زمينه برابره کړي.

د اسيا زړه د کنفرانس لپاره د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر هېوادونو ته بلنليکونه لېږلي ، چې افغانستان ته هم بلن ليک ليږل شوی دی.  خودا چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې يو څه خړې شوي دي، د دې دپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بيا ښې شي ياد درې شخيصتونه اهم رول لوبولای شي. د دې پلاوي ترڅنګ دا امکان هم شته چې د نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز او د پاکستان د پوځ لوی درستيز راحيل شريف به هم کابل ته سفرونه وکړي خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو دښه والي لپاره کابل ته د لس کسيز پلاوي راتلل لاس ته راوړنې لرلای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button