فرانسې کښتۍ وزمه جیپ جوړ کړ

لاروی
دمخه به د عام ولس د ستونزو د حل او پوځیانو د اړتیا د پوره کولو لپاره په دریاب کې له کښتیو کار اخستل کېده چې بیا به له دریابه پوځیانو په پوځي موټر کې خپل هدف ته ځانونه رسول. اوس فرانسې یو کښتۍ وزمه جیب جوړ کړ چې پوځیان کولای شي له دغه جیپه دوه ډوله، هم د موټر او هم د کښتۍ، کار واخلي.
فرانسوي انجینیرانو ویلي چې په دغه جیپ کې یې ۴۰۰ په قوت انجین نصب کړی دی چې د جیپ ټول وزن ۴۴۰ کیلوګرامه برابریږي. ددې جیپ یو بل ښه والی دا دی چې په کوم ډول په وچه ځمکه ګړندی مزل کوي، هومره تېزوالي سره په اوبو کې هم وړتیا لري.
د فرانسوي انجینیرانو په وینا، د دې جیپ جوړښت دوه ډوله دی: کله چې په وچه روان وي د عامو جیپانو په څېر ښکاري، خو کله چې په اوبو کې کوز شي بیا یې چلوونکی د یوې بټن په وهلو سره د کښتۍ په څېر کړي او دواړو صورتونو کې په اسانۍ سره مسافر خپل منزل ته رسولای شي.
د دې جیپ په وچه د سفر تېزوالی په یوه ساعت کې ۹۰ کیلومتره دی. دا جیپ په همدې سرعت په اوبو کې هم تلای شي، خو په اوبو کې د زیات تېزوالي د خطر له امله یې چلوونکی په یوه ساعت کې تر ۱۳ او ۲۰ کیلومترو په سرعت ځغلوي.



