آیا د هلیفکس کنفرانس به د افغانستان مسئله شل کړي؟
تبصره
په تېرو شپاړسو کلو کې د افغانستان د مسئلې د حل په اړه په بېلابېلو هېوادونو او خپله په افغانستان کې غونډې وشوې. هرې غونډې ته افغان حکومت هیله مندي ښکاره کړې خو دا چې د مسئلې د حل واک او اختیار له افغان حکومت سره نشته، یواځې پر هیله مندۍ اکتفا کوي، او چې له غونډو څه حل را ونه ووځي، په هېواد کې د افغانستان د مسئلي سیاسي شنونکي په منفي اړخونو تبصرې پیل کړي. پر دا ډول غونډو تبصرې په تېرو شپاړسو کلو کې څو ځلې تکرارشوې ځکه خو پرې افغان ولس باور نه لري.
د ۲۰۱۵ میلادي کال راپدېخوا چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو خپلې هلې ځلې پیل کړې دي،هغو ته افغان ولس یو څه امیدواري درلوده چې ګوندې ګاونډي او د سیمې هېوادونه به په څو غونډو کې یو ځل افغان مسئلې ته په صداقت د خپل ګاونډیتوب او د سیمې په کچه فریضه ادا کړي، خو د هرې غونډې پایلې به له تیرې غونډې تر زیاتې ناامیدۍ ډکې وي.
اوس په کاناډا کې د افغانستان د مسئلې د حل په اړه د هلیفکس امنیتي کنفرانس جوړېږي. دې کانفرانس ته افغان حکومت د تېرو شویو کنفرانسونو په څېر زیاته امیدواري ښوولې ده خو د تېرو غونډو او کنفرانسونو څخه د دې کنفرانس توپیر دا دی چې د تېر په څېر د درې یا څلورو هېوادونو لخوا کنفرانس نه دی چې د افغانستان د مسئلې په اړه تصمیم ونیسي.
په کاناډا کې جوړېدونکي کنفرانس کې ډاکټرعبدالله هم ګډون لري چې غواړي د ګډون کوونکو پاملرنه افغانستان ته ور ورګرځوي. ډاکټر عبدالله کاناډا ته تر روانېدو دمخه رسنیو ته ویلي وو چې په کنفرانس کې د ګډون کوونکو پاملرنه، په افغانستان کې روانې جګړې او له افغانستانه بهر د جګړه کوونکو پټنځایونو ته را اړوم چې باید له منځه یووړل شي.
دتېرو شپاړسو کالو د جګړې په دوام سره، افغان چارواکو تراوسه پورې پر یوه هېواد دا ثابته نه کړه چې د حکومت له مخالفینو سره څوک مرسته کوي. یواځې په مطبوعاتو کې تورونه لګوي خو ثبوت یې یوه هېواد ته هم نه دی وړاندې کړی. په افغانستان کې چې کله هم کومه مرګونې پېښه شوې ده. امنیتي او سیاسي چارواکې یې پر ګاونډیو او د سیمې پر هېوادونو مخالفینو سره د همکارۍ پړه ورواچوي. د دې پړې ”۱۹ “افغان حکومت، امریکا او د ملګرو ملتونو کومې څارونکې ادارې تراوسه ”شل“ نه کړه، یانې پر کوم هېواد یې ثابته نه کړه چې د افغان حکومت له مخالفینو سره مرسته کوي.
په کاناډا کې د هلیفکس د امنیتي امنیتی دوه ورځني کنفرانس دا ۱۹مه غونډه ده چې تراوسه پورې یې د افغانستان مسئله په ۱۹(لاینحله) کې پرېښې ده، شل یې نه کړه؛ خو بیا هم افغان حکومت خپله امیدواري څرګندوي، وایي، ګوره که په کاناډا کې د هلیفکس دوه ورځني کنفرانس کې د افغانستان مسئله شل (حل) شي. خو فکرنه کوو چې د هلیفکس امنیتي دوه ورځنی کنفرانس د افغانستان په ۱۹ کې پاتې مسئله شل کړي.



