بادغيس: پوليسو ۲ پوستې خوشې کړي- طالبان وايي لس پوليس ورتسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۲۸): د بادغيس ولايت د اب کمري ولسوالۍ په مبارک شاه سيمه کې سيمه ييزو پوليسو دوه پوستې پرېښې او طالبانو ويلي په ياده سيمه کې له وسلو سره لس محلي پوليس ورتسليم شوي دي.
طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، تېره شپه په ياده سيمه کې ځايي پوليسو د (دمجاهدینودبریدونوله ډاره) دوه پوستې خوشې کړي او سيمې څخه يې پښې سپکې کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو پوليسو په تېښتې سره پراخه سيمه د طالبانو تر ولکې لاندې راغله.
دغه راز طالبان زياتوي، په ياده سيمه کې لس تنه اربکيان (محلي پوليس) له وسلو سره ورتسليم شوي دي.
طالبان وايي، تسليم شويو پوليسو ورته لس ميله وسلې او نور پوځي مهمات هم وروړي او زياته کړې يې ده چې دغو پوليسو ورسره ژمنه کړې، چې له دې وروسته به دولت کې دنده نه کوي او د طالبانو مرسته به کوي.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې په سيمه کې د پوليسو له لوري د دوو پوستو خوشې کول تاييد کړي دي.
خو تر اوسه په دې اړه د ولايت امنيتي مسئولينو تبصره نه ده کړې.



