داسې خوښۍ دې تل وي!/ هېواد ریان

موږ څلوېښت کلنې جگړې ځپلي یو. دلته هره ورځ چاودنې، بمبار، وژنې، غمونه، جنازې او ویر وي. موږ د خوښۍ ډېرې کمې ورځې لرو؛ خو هر سهار مو په یو غم پیلېږي. که د افغانستان روان هر اړخیز بد حالت وگورو او بیا د لوبغاړو نه اټکل کېدونکې بریاوې؛ نو هېڅ فکر یې لا نه شو کولی.
ورزش په افغانستان کې مخ پر ودې روان دی او د کرېکټ لوبغاړو په تېرو کلونو کې ډېرې بریاوې راوړې. دغه بریاوې موږ تر خپله وسه وستایلې او د هر لوبغاړي په غاړه کې مو گلان ورواچول او مو نازول.

په دې وروستیو کلونو کې افغانانو په کرېکټ، فوټبال، تکواندو، غېږنیونې، سوک وهنې او په نورو برخو کې د نړۍ ډېر غټ ـ غټ لوبغاړي مات کړل او د افغانستان نوم یې لوړ کړ.

نن د هېواد ۱۹کلنو لوبډلې د اسیاجام اتلولي وگټله او ټولو افغانانو ته یې خوښي ورکړه. هر چا خپل احساسات په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړل او دغه اتلولي یې تاریخي وبلله.

کرېکټ په افغانستان یوازېنۍ لوبه ده، چې ټول یې خوښوي. اوس مو کرېکټ د کلي له کوڅو ووت او د نړۍ مشهورو ډگرونو ته ورسېده. اوس مو لوبډله او لوبغاړي ټوله نړۍ پېژني او د نړۍ په مهمو سوداگریزو لوبو کې په لوړه بیه لوبېږي. اوس راشد ارمان، محمد نبي عیسی خېل، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، ظاهرخان، دولت ځدراڼ او شهزاد محمدي د نړۍ په مهمو لوبغاړو کې شمېرل کېږي او هر کال هم په توپ اچونې او هم د توپ وهنې په برخه کې زموږ لوبغاړي د نړۍ په لسو مهمو ځایونو کې ځای نیسي.

دغه بریاوې دې ډېرې شي او زموږ ټول لوبغاړي دې په ټوله نړۍ کې وځلېږي او د خپل هېواد نوم دې په ټوله نړۍکې لوړ کړي. دا د اوسني گډ حکومت او د امریکايي اشغال په وسیله دې ځای ته نه دي رسېدلي؛ بلکې ځوانانو خپله خواري کړي او د نړیوالو ته یې ځانونه ثابت کړي دي.
خدای جل جلاله دې دغه راغلي یرغلگر زموږ له خاورې ټیټې سترگې اوباسي او افغانان دې هم د یوه اسلامي، سوکاله او عادلانه نظام څښتنان کړي. امین

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button