ګډحکومت دلویي جرګې غوښتونکي چارواکي له دندو ګوښه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۹ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې د ګډحکومت مشر د دویزې لویې جرګې مخالفت وکړ او له حکومتي چارواکو یې وغوښتل چې په دې تړاو جوړو شویو غونډو کې ګډون و نه کړي ، اوس حکومت پردې کار کوي تر څو هغه چارواکي چې په حکومت کې کار کوي او د لویې جرګې غوښتنه هم لري، له دندو ګوښه کړي.
د ګډحکومت پر دواړو مشرانو تور دی چې د خپل واک د بقا او پایښت په خاطر د عنعنوي لویي جرګې مخالفت کوي خو حکومتي چارواکي وایي چې خلک دې په فعلي اداره توافق وکړي او لویي جرګې رابلل یې ستونزې نه شي حل کولی.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني څو ورځې وړاندې خپل سلاکار احمد الله علیزی چې د عنعنوي لویې جرګې د رابللو ملاتړ یې کاوه، له دندې لرې کړ او تېره ورځ یې بیا د مشرانو جرګې انتصابي غړی شېر محمد اخند زاده هم له همدې امله په کور کښېناوه.
د حقوقي چارو شنونکي او د هېواد حقوقي بنسټونه د ولسمشر غني دا کړنه د قانون خلاف بولي.
د مشرانو جرګې انتصابي غړی شېر محمد اخندازده وایي، حکومت په ټولو ولایتونو کې اړوندو مسوولينو ته حکم کړی چې د دودیزې لویې جرګې د رابللو په ضد ولسي ناستې را وبولي .
د چارو شنونکي وایي چې، حکومت غواړي استبدادي واکمني وغځوي او په دې لړ کې یې ګڼ هغه چارواکي چې د دفعلي نظام مخالفین یا هم د عنعنوي لویې جرګې غوښتونکي و، له صحنې ایستلي او دا لړۍ لا روانه ده.



