اوبه ورکوونکی به آخر څښونکی وي

دکتور کفایت الله وردګ
بل سنت د څښلو په وخت کې دا دی چې کله یو څوک خلکو ته اوبه ورکوي نو اوبه ورکوونکی (ساقی) به یې د ټولو خلکو په آخر کې څښي  د حضرت ابی قتادة  رضی الله عنه څخه یو اوږد حدیث روایت شوی دی په هغه کې په یو ځای کې راغلی دي هغه فرمايي :
 فَجَعَلَ رَسُولُ اللّهِ صلى الله عليه وسلم يَصُبُّ وَأَسْقِيهِمْ، حَتَّى مَا بَقِيَ غَيْرِي، وَغَيْرُ رَسُولِ اللّهِ صلى الله عليه وسلم، قَالَ ثُمَّ صَبَّ رَسُولُ اللّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ لِي اشـربْ ، فَقُلْتُ: لاَ أَشـربُ حَتَّى تَشـربَ يَا رَسُولَ اللّهِ، قَالَ إِنَّ سَاقِيَ الْقَوْمِ آخِرُهُمْ شـرباً ، قَالَ: فَشـربْتُ وَشـربَ رَسُولُ اللّهِ. رواه مسلم
ترجمه : بیا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  اوبه د هغوی په لوښو کې ور اچولې تردې چې صرف زه او رسول الله  صلی الله علیه وسلم  سره پاتې شوو بیا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ماته اوبه واچولې او ویې فرمایل : و څښه  ما ورته وویل : زه یې تر هغه وخته پورې نه څښم چې ترڅو یې ته ونه څښې  رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وویل : هغه څوک چې خلکو ته اوبه ورکوي هغه به یې د ټولو په آخر کې څښي دی فرمايي بیا ما و څښلې او رسول الله  صلی الله علیه وسلم  و څښلې .  
 
یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي  او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .
 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button