وسله د امریکا، ډوډۍ د امریکا، یونیفورم د امریکا نو قومانده هم د  امریکا

ډاکټر آصف

افغانستان له ۱۴ پیړیو راهیسې د اسلام د سپیڅلي دین یوه قلعه وه، ده او وي به، په تیرو ۱۴ سوه کلونو کې که هر راز حکومتونه راغلي خو د اسلام مبارک دین لکه د صبر ونه مستقیم په خپل مقام دی که خزان ورباندې راغلی که بهار.

خو هیڅکله د دې اسلامی قلعه پر مسلمانو اوسیدونکو، په تیره بیا پر دیني مدرسو، دیني عالمانو او دیني طالبانو دومره د وحشت او بربریت توره وریځ نده راخپره شوې لکه د غربي دموکراسۍ په مستقیمه لارښوونه د جوړشوي اوسني حکومت کې.

د اسلام پر شعایرو د وحشت او بربریت د امریکا د نصرانیانو لخوا په ډیر تدریج سره پیل شوې چې ورځ تر بلې غښتلې کیږي، خو دغه له جنګونو ستړی ولس او د جهادی منحرفو رهبرانو د ناکردو له کبله نا امیده شوی ملت لا هم په خپل درانه خوب ویده دی.

اوس مهال د مساجدو، دیني مدارسو، دیني عالمانو او د دیني علم د زده کړې پر طالبانو په منظم ډول مستقیم او غیر مستقیم یرغل روان دی، هره ورځ مو په مختلفو ولایتونو کې په پرلپسې توګه دیني عالمان ترور کیږي، او قاتل یې مجهول وی، مساجد مو په وینو رنګ کیږي مرتکب یې په سترګو نه ښکاري، دیني مدارس مو ورځ تر بلې حاشیې ته ټیل وهل کیږي، لامل یې ګونګ وي، او بالآخره د دینې زده کړې او د آسمان کتاب قران مجید حفظ کوونکي تنکي ماشومان مو د هلیکوپترو د توپونو په واسطه له هوا نه ویشتل کیږي او تکه تکه کیږي خو لامل یې درک نه لري.

د افغانستان مجاهد ملت چې نږدې څلور لسیزې د جنګ په سره اور کې لالهانده دی دغه هر څه د سر په سترګو وینې په خلاصو غوږو یې اوري خو لا هم د پاڅون تابیا نه لري، ځکه چې پخوانیو جهادی رهبرانو او جهادي بې لارې شویو قومندانانو یې ارمانونه په ډالرو خرڅ کړي، او داسې پاک مشر نه وينې چې هغه پاڅون وکړي او دوی اقتدا وکړي او خپل تبر او تور ه راواخلي او پر دغه ډول سفاکانو میندې بورې او میرمنې یې کونډې کړي.

خو داسې هم نده چې دغه ناورین به د تل لپاره دوام ومومي، هغه د پښتو د متل مطابق چې کله د دادا وار او کله د ابۍ، د غرب د تالي څټو د ظلم او وحشت کاسه به ډیر زر نسکوره شي، هغه وخت لرې نه دی چی د ملت اصیل بچیان یو ځل بیا د خپل هیواد واګي په  لاس کې واخلي، او د خپلو دغو مظلومو شهیدانو چې په اړه یې لوی خدای تعالی فرمایلي دي چې: و اذا الموؤدة سُئلت بأي ذنب قُتلت. یعنی کله چې د ژوندي ښخ کړای شویو ماشومانو څخه پوښنه وشي چې دا په  کومه ګناه  وژل شوي؟

نو ټول ملت د امریکا د تالۍ څټو لاسپوڅو نه  د حال په ژبه پوښتنه کوي چې د میدان ښار د دیني مدرسې تنکیو ګلانو او د قرآن حفظ کوونکو ګناه څه وه چې تاسې په درنو توپونو وویشتل؟

که د امریکا او VOA ابلیس صفته امریکایی چینل هر څومره پر دغه وحشت پرده واچوي او د افغانستان د مظلوم ملت په سترګو کې خاورې وشیندي، خو دا لمر به  په دوه ګوتو هیڅکله پټ نکړي چې ګوندې په دغه مدرسه کې د حقاني غړي پټ وو، فرض به کړو چې دحقاني غړي پکې پټ وو نو کوم اصول تاسې ته اجازه درکوي چې تاسې د خپل دښمن د له مینځه وړلو لپاره کوچني ماشومان هم په وینو کې ولمبوئ؟

کوم جنګي قوانین د دې اجازه ورکوي چې که دښمن ولسي تنکي ماشومان د ځان لپاره  سپر وګرځوي نو تاسې ته دې د تنکیو ماشومانو وژل جواز  ولري، که داسې کوم قانون موجود وي باید ملت ته یې روښانه کړي، که نه وي نو لطفا دې ملت ته غږ وکړي چې دا ماشومان مو ځکه وژلي چې وسله د امریکا، ډوډۍ د امریکا، یونیفورم د امریکا او قومانده هم د امریکا.

نو معلومه خبره ده چې تاسې تالۍ څټو د خپل ملت دغه  بچي د  امریکایی عیسویانو په مستقیمه قومانده وژلي، او لامل یې دادی  چې ستاسې حرام معاش او د خپلو بچیو حرامه ډوډۍ درباندې د امریکا  لخوا قطع نشي، بل  هیڅ لامل نشي کیدای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button