افغان مظلوم اولس د داخلي او خارجي ځناورو په منګولو کې

لیکنه:اولیاء عمري —– واړه طالب چڼي به دا خیالونه وهل چې سبا نه بله ورځ پنجشنبه ده، کور ته به ځم، له خوږې مورکۍ سره به یو وار بیا ووینم، د پلار د مخ ځلا به مې بیا یو وار سترګې منورې کړي، خورکۍ او ورورک به راته انتظار کوي چې وړوکی طالب جان به مو د کور تللې ښکلا بیا کور ته را ستنه کړي خو ځوانیمرګ طالب چڼي نه وو خبر چې دلته زمونږ په پاکه خاوره او سپیڅلي حریم داسي خلکو تیری کړی او داسې خلک حاکمان دي چې د انسانیت په نوم څه نه پیژني او زمونږ بلواک ضالِین ارګبګیان یې مخته جارو وهي هغه به رازي، دی او څو نور واړه ده ورته چړیان ګلونه به افغاني ګمراهان او د کفر چوپړوهونکي د صلیبیانو په امر دوی په توره تاریکه کې یوه دیوال ته کښینوي او امریکایي ځناوران به پرې د ټوپک شپېلۍ را اړوي او د کفري ممالکو څخه راغلې مردکۍ به د داخلي ګوډاګیانو په حضور د کافر ځناورو په مټ د دوی په پاکو سینو کې داخلې شي او دوی به د تل لپاره له دنیا سترګې پټې کړي او د ابدي ژوند میلمانه به شي. ما او ما ورته زده کونکو طالبانو هم دا خیالونه درلودل چې زه به د تورې او ټوپک په مټ نه، بلکه د قلم او کتاب په مټ له سرو کفارو سره جنګیږم او صلیبیان به په قلم ماتوم خو نه، نه، دلته یې زما د قلم او کتاب مخ د معصومو چڼیانو په وینو سره کړل او هم یې سره کوي.
دغو امریکایي اشغالګرو د مزدور داخلي تش په نامه ګوډاګي حکومت په ملتیا وطن را ګنډواله کړ، وطنوال یې راته په زرهاوو زرهاوو شهیدان کړل، هر کور یې بې ورور او یا بې پلار او یا بې اکا او بې مشره کړ او مشران یې راته ډېر کم پریښودل، زمونږ ګوډاګي عسکر د دغو ځناورو تر څنګ ولاړ دي او لا یې هم ملاتړ کوي، ملا تړ یې لا څه هغوی چې کوم جنایتونه ترسره کړي پړه یې په خپله غاړه اخلي دا خو نشته چې دا ګوډاګی خرس شوی حکومت د مظلوم ولس خواخوږې څرګنده کړي بلکې د هغه برسېره مظلوم اولس خپل دښمن معرفي کوي، کرایه کړې رسنیو ته په خوله ورکړي چې دا ترهګر او له نورو ملکونو څخه راغلي دښمنان دي او کرایه کړې شیطانې رسنۍ یې په فخر سره نشر کړي او بیا پرې پیسې هم ولګوي «یعني سپانسر یې کړي» تر څو ډېرو خلکو ته دغه د دروغو ټک راپور ورسیږي او د نور ولس هم پرې سترګې پټي کړي او سترګو ته یې خاورې وروشیندي.
تش په نامه د حکومت مشران غلي ګونګ ناست دي، خدای داسي ټکه پرې نازله کړې چې له خولې یې د مظلومو هېوادوالو په شهیدانولو سره هېڅ خواخوږي نه را وزي بلکې د هغه برسېره د پردیو جنایتکارانو د جنایتونو ملاتړ کوي او په شا یې ډبوي هالته چې امریکا کې نایټ کلب او یا په بل ملک کې کلیسا یا د کافرانو بتخانه د ډزو ښکار شي دغه بلواکي ارګبګیان له افغانستان ورسره خواخوږې وړاندې کړي او د ژور غم اظهار ورسره وکړي.
په هغه سربېره دلته افغانستان کې هغه بله ورځ ۶ تنه اشغالګر کافران او یهودیان طالبانو په یوه برید کې مردار کړي وو دلته د ارګ ټوېټر ورسره سمدستي خپله غمرازي شریکه کړه خو دا د غمجنۍ اظهار په داسي حال کې وو چې دلته افغان مظلوم ولس په وینو کې لت پت اوښتل او په اړه یې مزدور حکومت او ارګ چوپ او ګونګ ناست وو په مظلوم افغان ولس باندې د ناټو ځناوران او د افغان ضالِین تش په نامه حکومت جنایتونه اوس تر اوج اوښتي، خپل مردار خواره ځواکونو یې په افغان ولس دومره ظلمونه او تیري کړي چې نن یې قلم او یا هم کوم لیکوال د لیکلو توان نه لري.
نجسه امریکا او ورسره مل افغان لعنتي ځواکونه هغه وړاندې ورځ د وردګو په نرخ کې تر هغه مخکې په پکتیکا یحیا خیلو، ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې، د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ، کونړ، لوګر او ګڼو نورو سیمو کې مسجدونه او دیني مدرسې په بمباردونو او شپنیو عملیاتو کې کنډواله کړل او پکې مېشت خلک یې تر تورو خاورو لاندې کړل.
له تېرو ۱۶ کلنو راهیسي داخلي ګوډاګیانو او کفري لشکرو خپل د وحشته ډک زندانونه له هغو عالمانو او طالبانو او مظلومو عامو افغانانو ډک کړي دي چې ژوند یې مدرسه کې مسجد او دښتو رغو کې تیر کړی او داړو نجسو ځواکونو په ګډه سره له مسجدونو او مدرسو او د عامو خلکو له کورونو څخه په سلهاوو هغه بې وزله افغانان عالمان، طالبان او عام خلک رایستلي چې د حکومت متقابل هېڅ کله نه دي اوسېدلي خو د دوی په کار د دوی مخالفین طالبان ښه پوهیږي هغه طالبان به بیا په دغو ځناورو څنګه رحم وکړي کومو ته چې یې د کور غړي په دې هره ورځ شهیدانوي چې طالب یې ولې د دغو ضالِینو په وړاندې ټوپک را اخستی های های طالبان دغه مردار خواره ګډاګیان او باداران یې هم ښه تیکه تیکه کړي او سخت خوند په وکړي او داسي یې په مرمیو، بمي واسکټونو او چادېدونکو موټر او ټانګونو د یوه سپي په مرګ ووژني چې د مظلومو هېوادوالو غچ په یو دم ترېنه واخلي.



