د ولسي وګړو پر وژلو خوند اخلم

ليکوال: محمد عمر منصور

که څه هم په غمځپلي وران افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله کومه نوي خبره نه ده خو د افغانستان په اړه د ټرمپ د ستراتيژي له اعلان وروسته د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د انديښنې وړ خطرناک زياتوالى.

راځئ چې يوازي د تېرو درو ورځو پېښو ته سر سريزه کتنه وکړو.

د څلورويشتم تاريخ د جمعې د ورځې راپور ده چې د کاپیسا نجراب ولسوالۍ افغانیه سيمه کې ګډو ځواکونو د ولسي خلکو پر کور بريد کړی، د ماشومانو او ښځو په شمول یې شپږ کسان وژلي دي د دې پيښې تاييد د کاپيسا ولايت چارواکو هم کړى، رسنۍ د ځايي خلکو په وينا ليکي چې: په دغه بريد کې د يوې کورنۍ درې ماشومان، دوه ښځي او یو نارینه وژل شوی دی.

همدا ډول په درويشتم تاريخ د پنج شنبې په ورځ د پکتيا ولايت احمد اباد ولسوالۍ کې د مولوى حمدالله په نوم يو ملا امام چې د سيمې د خلکو له قوله يې له هيڅ ګوند سره تړاو نه درلود، سيمه ايز اربکيانو په ډير ظلم و وحشت په شهادت رسولى.

ه دوه ويشتم تاريخ د چهار شنبې په ورځ بيا په ټولنيزو رسنيو کې خبر نشر شو چې ګډو ځواکونو د ميدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې د يوې مدرسې شل ماشوم طالب العلمان له تړلو وروسته وژلي وو.

په همدې ورځ امریکايي بي ۵۲ الوتکې د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې هم ۴۴ ولسي خلک شهيدان کړي وو.

قدرمنو لوستونکو!

راځئ چې اوس په دې هم ځانونه پوه کړو چې د دا ډول پېښو په اړه د ناټو راغلي ظالم فوځيان څه وايي:

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې جنګيدونکي د برتانوي فوځي اعتراف رسنيز شو، د هغه په وينا:  “مونږ به له ځان سره اضافي وسلې ځکه ګرځولې چې ملکي وګړي به مو قتل کړل نو د دوى له راپاته جسدونو سره به مو کېښودلې او انځورونه به مو ترې واخيستل ترڅو يې طالب معرفي کړو.”

همداراز  د دې قاتل لښکر (ناټو) د ډېلارډ جانسن په نوم يو تن امريکايي پوځي له فاکس نيوز سره په مرکه کې وايي چې په عراق کې يې د دندي پر مهال ۲۷۴۶ تنه عراقي وګړي وژلي دي.

له فاکس نيوز سره په مرکه کې له نوموړي نه پوښتل شوي چې د ملکي وګړو له وژلو وروسته دي څه احساس کوئ؟ د ډېلارډ ځواب په داسي تورو دی: داسي ورځ نه تېرېده چې دوه ، درې او يا زيات ملکي وګړي دي ما نه وي وژلي او له هر ځل وژلو څخه يې ما دومره خوند اخيستی چې د ځوانۍ په مهال مي د هوسيو په ښکار کې نه وو اخیستی.

د نمونې په ډول نوموړی وايي : يوه ورځ مې د عراق په (السماواة) ښار کې ۱۳ تنه ملکي وګړي يوازي او يوازي په دې جرم ووژل چې موټر يې زموږ له موټر سره ټکر وکړ.

غم د پاسه غم خو په افغاني ولس دلته جوړ او سخت شي چې په ولسي مرګ ژوبله ولس د دروند غم اظهار وکړي؛ ډاکټران دواړه (عبدالله او غني) بيا د دې پر ځاى چې پر خپل ولس د داسي وحشيانه او ناروا بريدونه غندنه وکړي، په خلاف يې قدم پورته کړي،  متأصفانه د دوى د ادارې د دفاع وزارت وياند امريکې ته د غلامي ثابتولو په خاطر ډير په وياړ اعلان کوي او ووايي: چې دلته د ناټو ټول هوايي بريدونه زمونږ په خوښه او اراده ترسره کيږي، مطلب دلته افغانان د افغانانو د واکدارانو په خوښه او اراده ژوبليږي او وژل کيږي برعکس چې په امريکه يا بل لويديز هېواد کې کومه مرګ ژوبله پېښه شي، غني او عبدالله دواړه د پېښې په اړه له هغوى سره د خواښيني او غم شريکي څرګندولو لپاره غبرګې اعلاميې جاري کړي.

زه باوري يم چې د دې مظلومو افغانانو اوښکې او وينې به يوه ورځ طوفاني سېلاب جوړيږي او راغلي ظالمان به د هغوى له لاسپوڅو سره وړي خو دا هلته چې مونږ دا ډول پېښې په عام مجلسونو، چاپي، ژغييز او ټولنيزو رسنيو کې وغندو او بيا له دې غندنو څخه عملي پاڅون ته لار هواره کړو، که همدا ډول ونکړو مونږ به د نورو وژل شوو افغانانو په څېر په نمبر ـ نمبر  يو ـ يو وژل کېږو او دا ظالم کفار به مو له وژلو خوند اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button