د اشرف غنی استعفاهم د سولې لپاره فوق العاده فرصت دی

دروانې اونۍ په سرکې په زمبابوکې ولس د موګابی پرخلاف راپورته شو او په مظاهرو ېې لاس پورې کړچې په زمبابوې کې حالات مخ په خرابیدو شول مظاهره کوونکو په خپلو مظاهرو کې دموګابی داستعفا غوښتنه کوله چې نور دې واک پریږدي څو حکومت په سالمه لار روان کړل شي خو موګابی استعفا نه کول آن داچې ټوله زمبابوی دموګابی پرخلاف راپورته شو او استعفا ته ېې اړکړ.
دموګابی په استعفا نږدی هېوادونو خوښي وښوده او دهغه داستفعا هرکلی یې وکړ خو ترټولوزیاته خوښي پرې د امریکا حکومتي چارواکو وښوده او دزمبابوې ولس ته یې دهغه په استعفا مبارکي ورکړه چې وروسته له دې به په زمبابوې کې امنیت ښه شي او د پرمختګ په لور به روان شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن رسنیو ته د موګابې د استعفاپه اړه وویل د موګابې استعفا د شفافیت، ډیموکراسۍ او سولې په لور د سمېدو لپاره دې هېواد ته یو فوق العاده فرصت دی.
موګابې په زمبابوې کې ۳۷کاله حکومت وکړ خو اوس ېې اولس پرخلاف راپورته شو په دې به بحث نه کوو چې اولس ېې پرخلاف خپله راپورته شواو که چار راپورته کړ خو خبره په دې کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن د موګابی استعفا دزمبابوې لپاره د سولې په لور د سمیدو فوق العاده فرصت بللی دی.
که دموګابی استعفا دسولې لپاره فوق العاده فرست وي او په زمبابوې کې پرې امینیت ښه کیږي بیا دی رکس ټیلرسن داشرف غني لپاره هم استعفا یو فوق العاده فرست وبولي چې په افغانستان کې دموجوده نظام په ړنګیدو سره شپاړس کلنه جګړه پای ته ورسیږي.
که اشرف غني استعفا وکړه او امریکا پلوې حکومت له منځه ولاړ بیا به دایران په څیر چې رضاشاه پهلوي په یوه او امریکایان په بله له ایرانه وتښیدل یواځی دسفارت ۴۵تنه دیپلوماتان ېې پاتې شول چې هغوې دتیښتې لار نه درلوده.
داشرف غني پر خلاف هم ولس راپورته شوی دی شمال خو ېې ټول مخالف دی په ترکیه کې ېې پرخلاف درې ګوني ائتلاف جوړدی، مشرقي هم دموجوده نظام پرخلاف اتحادکړی دی او جنوبي ولایاتو کې خو نه ائتلاف ته اړتیا شته او نه ولایتي اتحادته جنوبی ولایات خو دطالب وسله والو په کنترول کې دي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن دې له اشرف غني وغواړي چې استعفا وکړي داشرف غني په استعفابه هم په افغانستان کې سولې ته یو فوق العاده فرصت برابرشي.



