کوټه: په پاکستاني ځواکونو چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۴) د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټه کې د دغه هېواد په پوله ساتو ځواکونو چاودنې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، بريد د کوټې په سرياب روډ کې د پوله ساتو ځواکونو په هغه موټر شوی چې د پوليسو يو قومندان پکې سپور و.
امنيتي مسئولين وايي، نوموړی قومندان له دغه بريده روغ وتلی خو له کبله يې څلور کسان وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.
د کوټې د ملکي روغتون وياند وسيم بېګ ويلي، د پېښې له ځايه د څلورو کسانو جسدونه او ۱۹ ټپيان وروړل شوي دي.
د بلوچستان ايالت وزير ثناءالله خان زهري بريد غندلی دی او ټولو روغتونونو کې يې د ټپيانو لپاره د عاجلې تداوۍ امر کړی دی.
د دغه ايالت د کورنيو چارو وزارت ويلي، د چاودنې له کبله د ايف سي عسکرو دوه موټر، درې رکشې او يو موټر سيکل زيانمن شوي دي.
په چاودنه کې د وژل شويو کسانو هويت نه دی په ډاګه شوی.
تر اوسه د دغه برید مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
نږدې يوه مياشت مخکې د پوليسو يو لوړپوړی چارواکی حامد شکيل په يوه سرتيري بريد کې ووژل شو، چې پړه يې د تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخيستې وه.



