جګړه په میدان او سوله په کچکول کې

 کابل غږ

خاموش

پر افغان ولس تپل شوې جګړه ورځ په ورځ نوی رنګ پیدا کوي. کله په یوه او کله په بل نامه افغان ولس پکې وژل کېږي. څلور لسیزې دمخه چې په کوم نوم افغانان وژل کېدل، اوس یې یوازې د وژنې نوم بدل شوی دی. اوس د هغو وژل شویو افغانانو ګوندي مشران په حکومت کې د تش په نامه جهادي تنظیمونو د ادارو تنظیموونکي دي، ګډ حکومت ورسره جوړ شوی دی، ولس چې د چا پر خلاف راپورته شوی و، د هغوی له پاتو کدرونو سره یې اېتلافونه وکړل.

هغه چې د مقدس جهاد په سنګر کې شهیدان شول، د هغوی له کورونو اوس هم د غم او ویر ساندې اورېدل کېږي او لا یې له کورونو نورې جنازې پورته کېږي.

 اوس د هېواد جګړه درېم پړاو ته داخله شوې ده. اول پړاو د کمونست او مجاهد، دویم د ارګ پر سر د قدرت د لېونیانو، او درېم پړاو یې د یرغلګرو په مقابل کې د دین، خاورې او ملي ارزښتونو د دفاع جګړه. درېم اوسنی پړاو په نوي نوي رنګ کې بدلېږي، کله د بهرنیو جګړه مارو جنګي ماموریت پای ته ورسېږي او کله بیا له سره پیل شي.

 ناټو او امریکا د خپلو پوځونو په زیاتوالي سره بیا د جګړې میدان ګرم کړ. خو سوله تر واورو سړه ده، څوک یې نوم هم په خوله نه اخلي؛ کله نا کله یې د زیارتونو د ملنګانو په څېر ملنګ بدل شي او د سولې کچکول ورپرغاړه کړي، خو هېڅوک په دې کچکول کې سوله نه ورکوي. ځکه په دا ډول ګرمه  جګړه کې به، چې هره ورځ په هوایي بمباریو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، د سولې کچکول خالي وړل کېږي او خالي به راوړل کېږي.

رسنیو لیکلي چې د کابل د سولې په نامه شورا نوي ملنګ، کریم خلیلي، د سولې کچکول اندونیزیا ته وړی و. هلته یې د هغه هېواد له ولسمشر، جوکو ویدودو، څخه وغوښتل چې د سولې په کچکول کې څه راواچوئ. جوکو ویدودو ورته د نورو هېوادونو د مشرانو په څېر د مرستې شعاري ډاډ ورکړ. یانې کچکول یې ترې خالی راوړ؛ خو د جګړې میدان هغسي ګرم دی، بلکې نور هم ګرم شو چې ناټو او امریکا افغانستان ته نور پوځونه راولېږل.

که د سولې په نامه د شورا بل ملنګ بدل او بل هېواد ته ولاړ شي، هغه به هم خالي کچکول راوړي؛ د بهرنیو په موجودیت کې به د جګړې میدان ګرم او د سولې کچکول خالي وړل کېږي او خالي به بېرته راوړل کېږي. یواځې د ډاډ په شعاري کلمه د سولې کچکول نه ډکېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button