طالبان په وژلو سره نه ماتیږي!

یاسر افغان :
نن دقوس (لیندی) ۵ نیټه ده داهغه شپی او ورځي دي چې ټولو هیوادوالو وطنوالو ته معلومه ده چې پدې ورځو کې د دو ستمي ملیشو په شبرغان کې زرګونه طالب بندیان په ډیر ظلم اوبیرحمي سره په زندانونو اوډلیزه تو ګه په شهادت ورسول دطالبانو دیوه مشر ملافضل اخند په ګډون زرګونه کلابند طالبان شمالیانو اود دوستمي ملیشو سره خبره وکړه چې مونږ به سلاح په ځمکه ګږدو اوزمونږ شرط داده چې زمونږ کورنۍ بندي طالبان به خپلو کورنو ته پریږدي او خاریجی مسافر طالبان به دبین الملل له لارې خپلو هیوادونو ته استوي ،
شمالیانو اودوستمیانو شرطونه ورسره ومنله کله چې طالبانو ورته تسلیم شول وار دواره شمالیانو او دوستمیانو دشرائطو په ماتولو شروع وکړه اود طالبانو په وژلو یي لاس پوری کړ او په کانټینرونو کې واچول چې ډیري طالبان دتندي اونفس تنګۍ له وجی په کانټینرونو کې په شهادت ورسیدل اولسګونه طالبان یي په ډلیز ډول په شهادت ورسول چې ویل کیږي چې ټول د دوه نیم زره شا اوخوا کې طالبان یي په شهادت ورسیدل ،
داهغه شپی او ورځي وي چې د وخت لوي ظالم اوفرعوني قوت په افغانستان خپلي منګولې خښی کړي وی او افغانستان یي تر خپل خونړي یرغل لاندې راوستلي وه په هغه وخت کې اشغالګرو ځواکونه داسې انګیرله چې څو دګوتو په شمار طالبان دی هغه به له منځه یوسو نور به په افغانانو دخپلې خوښی نظام له غرب نه راوړل شوی ډیموکراسۍ وتپو ، او دافغانستان زیرمي اومعدن به په اطمینان سره باسو او غلاء کوو به یي
هغه وه چې دلږ وخت په تیریدو سره طالبانو خپل په عقیده پوښل شوي صفونه بیا منظم کړل او په اشغالګرو یي ډیر منطم ، خونړي ، تهاجمې ، چرکی ، استشهادې ، بریدونه اجراء کړل چې اشغالګر یي له سختو ځاني اومالي تلفاتو سره مخ کړل او بهرني جنرالان یي هک حیران کړل چې اوس خپل ټول بهرني ولسمشران بهرني جنرالان چې په پرمختللې ټکنالوژي بار وه پخپله ماته اوشرموونکی شکست اعتراف وکړ ،
طالبان په وژلو نه ماتیږي
که طالبان په وژلو ماتیدلاي اوس به دنیاوالو دطالب نوم نه اوریداي ، اوس هغه ده ورځ په ورځ طالبان دنیاوال په رسمیت پیژني او طالبانو ته دیوه قوي ځواک په سترګه ګوري ،
که طالبان په وژلو ماتیدلاي نو داشغال په اولو کالونه کې به یي بیخ اوبنیاد وتلې وه ځکه ۲۵۰۰ تنها په شبرغان کې په شهادت ورسیدل همداسې داشغال له اولي ورځی تر ننه پوري په لکونو په شهادت رسیږي او ورځ تربلې دطالبانو صفونه منظم کیږي ، او ورځ تربلې قوي کیږی ولسوالۍ لوي اوپراخه سیمی تر خپلې ولکی لاندې راولي ان چې په میاشتو ولایتونه پخپله قوي محاصره کې راولي په نظامي اوپه سیاسی ډګر تر بل هروخت ښه فعاله دي ،
طالبان ولې نه ماتیږی ؟
ځکه چې طالب په ښکلی ایمان اوسپېڅلی عقیده جګړه کوي طالبان دخپل وطن له اشغالګرو څخه آزادي خپلواکۍ اود اسلامي نظام راوستولو لپاره جګړه کوی هدف یي خاص داعلاء الله کلمة الله لپاره پخپل ځان پوري بمونه هم تړي خپل ځان داشغالګرو منځ ته هم رسوي خو هدف یي دکلمی لوړ والې ده
چې یو طالب شهید شي لس نوي طالبان زیګوي د اولس په زړونو کې دانتقام ډیوي بلوي
ومو لیدل چې لومړۍ مشر ملامحمد عمر مجاهد رح وفات شو خو دطالبانو صف همهاغسې منظم اوپیاوړۍ پاتي شو ،
ومو لیدل چې دطالبانو دوهم مشر ملااختر محمد منصور داشغالګرو په ډرون حمله کې په شهادت ورسیده چې ددوي صف لا متحد له پخوا منظم اوپیاوړۍ پاتی شو ،
طالب په وژلو سره زیاتیږی ختمیږی نه ښه خبره دا ده چې دناټو او امریکایي اشغالګرو جنرالان نور له سرټمي نه کار وانخلئ حقایق درک کړئ خپل پوځونه له افغانستانه وباسئ اوپریږدي افغانان چې خپلو کې سره جوړ شي پای ….



