هره ورځ وژنې؛ يوه ورځ بخښنه

 سرليکنه

تېره اوونۍ د نړيوالې جنايي محکمې لخوا يو راپور خپور شو چې په افغانستان کې به د جنګي جرايمو پلټنه کېږي. د افغانستان د ګاونډيانو په شمول د سيمې او نړيوالو هېوادونو لخوا یې هرکلی وشو چې که په افغانستان کې د جرايمو څېړنه وشوه او مجرمينو ته په نړيواله محکمه کې سزا ورکړل شوه، ورپسې به په سوريه، عراق او فلسطين کې هم ورته څېړنې وشي. د همدې څېړنو له ويرې امريکا، چې د نړۍ په هر ګوټ کې د جرايمو مسئوله ده، د نړيوالې محکمې له پلټنو سره مخالفت وښود.

په حکومت کې هم پر هغو اشخاصو د ويرې پېريان ناست دي چې په جرايمو کې یې دواړه لاسونه ککړ دي، د امريکايي ځواکونو په اشارو یې افغان ولسي وګړي شهيدان کړي او يا یې په زندانونو کې شکنجه کړي دي. که حقيقي څېړنه وشي، په نړيواله کچه به لومړى امريکا او وروسته په حکومت کې شامل امريکا پلوي جنايتکاران محاکمه شي.

تېره ورځ د نړيوالې محکمې تر څېړنو دمخه، په افغانستان کې د قاطع ماموريت عمومي قوماندان، جنرال جان نیکولسن، د ملکي وګړو پر وژلو بخښنه غوښتې، ويلي یې دي چې قاطع ماموريت به په راتلونکي کې  د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره کوښښ کوي.

د روان لمریز کال د لړم د میاشتې په ۱۶مه نېټه، د کندز د چاردرې په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې ۱۰ ولسي وګړي شهيدان او ۱۶نور ټپيان شول. دا خو يواځې د يوې ورځې د بمبار لیست ؤ، د قاطع ماموريت په نامه امريکايي او ناټو پوځونه هره ورځ په افغانستان کې ولسي وګړي شهيدانوي چې په روان کال کې یې تر درې زره دوه سوو زيات افغانان شهيدان او ژوبل کړي دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان، نيکولسن، د کورنيو چارو له سرپرست وزير ويس احمد برمک، د ملي امنيت له رئيس معصوم ستانکزي او د ملي اردو له لوی درستيز جنرال شريف يفتلي سره کتلي دي او له حکومتي اشخاصو یې ولسي وګړو په وژلو بخښنه غوښتې ده.

نيکولسن ته دا څرګنده ده چې ولس د يادو اشخاصو حکومت نه مني، پر خلاف یې پاڅون کړی دى، تر نيمايي زياته خاوره د حکومت له کنټروله وتلې ده، ولسي فيصلې طالبان کوي، پر ولسواليو د طالبانو کنټرول دى؛ خو بيا هم له هغو کسانو بخښنه غواړي چې ولس یې وينو څښلو ته تږي ناست دي. د همدې غلامانو په غلطه پالېسۍ افغانستان ته نور بهرني پوځونه رالېږل کېږي او د يوې تلپاتې سولې مخه یې ډب کړې ده.

نيکولسن دې په دې پوه شي چې افغانان خپل بدل اخلي. موجوده اداره د بخښنې واک او اختيار نه لري. د ولسي وګړو په شهادت به بهرني پوځونه او افغان چارواکې دواړه محاکمه کېږي. که رښتینې څېړنه وشي، د جرايمو مرتکبین افغان حکومت او بهرني پوځونه دي چې هره ورځ افغانان وژني او بيا په يوه ورځ له هغه چا بخښنه غواړي چې په خپل حکومت کې نه اختيار لري او نه یې څوک موجوديت مني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button