تعصب يې بولئ او که حقیقت

نصیب ځدراڼ

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې څو قومونه پراته دي چې پښتون يې تر ټولو لوی قوم دی. خو هر یرغلګر چې څومره پښتون ځپلی دومره يې بل قوم نه دی ځپلی.

استعمار تل کوښښ وي چې اقلیتونه د ځان سره ملګري کړي او په لوی اکثریت واکمني وکړي.د لوی اکثریت بیا هغه کسان ځان سره ملګري کړي چې د دوی په لارښونه کار کوي. همدا تجربه یې په افغانستان کې تکرار کړله چې دوه مثالونه یې درته وړاندې کوم:

لومړی مثال: څو ورځې مخکې په ایران کې د اجراییه ریاست دویم معاون محقق یوې غونډې ته وینا وکړه. په دې غونډه کې محقق د افغانستان د لوړ پوړي دولتي چارواکي په توګه ګډون کړی و، خو په وړاندې یې یوازې ایرانی بیرغ ایښی و.

د  خپلې وینا پر مهال محقق په ځانګړې توګه ایرانی پوځي جنرال قاسم سلیماني وستایه چې د “فاطمیون” په نوم یې د افغان جنګیالیو لښکر په سوریه کې رامنځ ته کړی دی. نوموړې جنرال قاسم سلیماني د (اسلام استوار سردار) وباله.

محقق و ویل “په سوریه کې د جنګیدونکو افغانانو، پاکستانیانو، عراقيانو، ایرانيانو او نورو جنګیالیو منندوی دی”.

دویم: همدارنګه څو ورځې مخکې د ملي امنیت پخواني رئيس رحمت الله نبیل چې پښتون دی، د یوه سوال په ځواب کې، چې په پښتو ورڅخه وشو، وویل: “په پښتو ځواب نه درکوم، په فارسي خبرې کوم چې ټول پرې پوهېږي”

همدا رحمت الله نبیل چې کله د ملي امنیت رئیس و نو په ځای د دې چې خپلو خلکو ته یې ګټه ورسیږي،د ده په امر به خلک د شکمنو طالبانو په نوم نيول کېدل او په ځانګړې توګه دا پېښې له هغو خلکو سره ډېرې کېدې، چې د ميدان وردګ ولایت نه به راتلل او ظاهري قافيه به یې طالب ته ورته وه، د کابل لويديځ کوټه سنګي او کمپنۍ کې د رحمت الله نبيل شخصي جاسوسانو به په موټرو کې هغه خلک لټول، چې د دوی په ګومان طالبانو سره خواخوږي لري او د ده د واکمنۍ پر مهال ګڼ بې ګناه خلک د ملي امنيت په بېلا بېلو رياستونو کې بنديان کیدل.

نبیل خپله لویه لاس ته راوړنه د انس حقاني بندي کیدل بولي څوک چې د جلال الدین حقاني کشر زوی دی.

انس له بحرین څخه امریکایي عسکرو د طالبانو سره د شویو وعدو په ماتولو کابل ته راوړ، او نبیل د خپلې دندې څخه ګوښه کیدو نه وروسته هم د انس د اعدام غوښتنه کوله تر څو چې د تل لپاره دا کارنامه په خپل نوم پورې تړلې وبولي.

هر څوک چې تعصب کوي ژبه دې پرې او لاسونه دې مات شي خو د حقیقت او تعصب تر منځ باید توپیر وکړو.

محقق چې د یوه اقلیت مشر دی او فعلاً د اجراییه ریاست دویم معاون دی؛ یوه داسې جنګ ته د افغانانو د تګ ملاتړ کوي چې په افغانانو پورې هیڅ تړاو نه لري او لسګونه داسې فلمونه د شام د جنګیالو له طرفه نشر شوي چې افغان هزاره ګان یې د جنګ په میدان کې نیولي.خو چا ترهګر ورته ونه ویل نه یي پوښتنه وکړه چې دا افغانان ولي د پردیو د جنګ قرباني شول.

بل طرف رحمت الله نبیل چې یو پښتون دی او د میدان وردګ ولایت اوسیدونکی دی،په پښتو ژبه خبرې کول هم ځان لپاره شرم بولي او دی چې کله د ملي امنیت رئیس و نو تر ټولو زیات تاوان یې د خپل ولایت خلکو ولید. ولې چې دوی طالبانو ته ورته وو.

پښتون په خپل وطن کې د بلواکو مشرانو له لاسه د خپلې ازادۍ او د دین او ناموس دفاع جنګ نشي کولای او هزاره د ډلبازي او فرقه ایز جنګ لپاره په شام عراق او ایران ور واوړي.

پښتون په خپل کور کې په دې جرم په بمبار کې وژل کیږي چې طالب دی او ولې کور ته راغلی (په نورو الفاظو کې ولي د خپل دین،ناموس او وطن دفاع کوي) چې بل وطن ته هجرت وکړي نو د پردیو د غلامۍ پیغورونه ورکول کیږي، درېم هیواد کې یې هم ځای ورک دی ولې چې د خپلې آزادۍ په یوه سپیڅلي جنګ لګیا دي خو هزاره ګان پخپل وطن کې د ناټو پوځي اډه غواړي تر څو چې د دوی امنیت وساتي خو بل وطن ته په ښکاره یوه فرقه یي او پردي جنګ ته روان دي او د اجرایه ریاست دویم معاون یې ملاتړ کوي.

زموږ فکر باید د یوه امت محمدي(ص) وي، هیڅ عرب، عجم، پښتون، هزاره او تاجک په حیث باید سوچ ونکړو خو ځینې حقایق هم شته چې باید وویل شي امریکا په ۱۶ کالو کې یوه داسې ککرۍ په موږ کې پیدا نکړه چې دوښمن یا رقیب ته یي د خپل اتل په توګه ور وپیژنو خو زموږ دوښمنان یي ښه ډیر پیدا کړل که حقیقت ووایو نو دومره تاوان پښتنو ته نه ناټو رسولی، نه پنجاب، نه عطا محمد نور، محقق، دوستم او لطیف پدرام لکه کرزي، جنرال رازق، عزیز الله کاروان، بادشاه خان،رحمت الله نبیل او اسد الله خالد چې ور رسولی.

زما لویه ګناه دا ده چې مومن پښتون یم!!!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button