کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کندهار د ملي امنیت کارمند محمد نافع روکیال نن ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې د دویمې امنیتي حوزې اړوند د کلا فصیل په کوڅه کې د غلچکي بریدګرو له لورې ووژل شو.
د کندهار د والي ویاند ښاغلی صمیم خپلواک د رسنیو له لارې د محمد نافع روکیال وژنه تأییدوي او وايي چې «پر محمد نافع روکیال د غلچکي بریدګرو له لورې ډزې وشوې او ووژل شو، او بریدګر د پېښې له ځای څخه په تېښته بریالي شوي دي.»
نوموړی په برید کې پر سر باندې لګېدلی دی.
د یادونې وړ ده چې محمد نافع روکیال د ولایتي شوراء په ټاکنو کې له ناکامه کېدو وروسته د ملي امنیت د ریاست دنده ور په غاړه وه، او د کندهار د ځوانانو په منځ کې نوموتی ځوان وو.


















