د طالبانو سره سوله او له داعش سره جګړه

د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور د اعلاميې له مخې چې طالبانو په هلمند ولايت په دريو ولسواليو کې د ۱۵ تړول شوو ښونځيو د پرانستې د مرستې ژمنه وکړه . دهلمند ولايتي چارواکو او يو شمېر پارلماني غړو له طالبانو سره دسولې او روغې ليوالتيا زياته شوه . په هلمند ولايت کې د تړل شوو ښونځيو د پرانستلو سره د طالبانو د مرستې اعلان د افغان ولس په زړونو کې لارې وکړې ، چې د دولت د چارواکو په پاليسۍ کې هم د روغې جوړې په اړه د پخوانيو په پرتله سوله ييز بدلون راغی؛ خو د د دوتلي چارواکو او پارلماني غړو خوب د داعش د پرمختګ له امله حرام شوی دی ، چې د ننګرهار نه علاوه د کونړ په ولايت کې د شتون او په تېره بيا د بادغيس په بالامرغ په چپ قول سېمه کې ناڅرګندو څرخي الوتکو د داعش وسله والو ته وسلې او جنګي مهمات ور رسول ؛ د چارواکو انديښنې زياتې کړي. د يو شمېر افغان لوړ پوړو چاوراکو په ځانګړې توګه د کمونيستي دورې کسانو چې اوس په دولت کې په وزارتونو او نورو لوړ پوستونو کار کوي، د امريکا د مرستو يې هيلې ناهيلي شوي . ځکه امريکا په سوريه کې د داعش په مرکزونو د روسيې د بمباريو سره مخالفت وښود.
امريکا نه غواړي داعش له منځه ولاړ شي؛ بلکې منځنۍ اسيا ته د داعش رسول غواړي . د مشرانو د جرګې د رئيس عبدالهادي مسلميار په مشرۍ چې ورسره د جرګې د نورو غړو علاوه نثار حارث ، لطيف ژوندی ، انار کلی هنريار او حميدا عضمتي هم ملګري دي . دروسيې دسنا مجلس په غونډه کې يې له روسانو څخه د داعش دځپلو لپاره د جنګي الوتکو غوښتنه وکړه. مسلميار وويل: لومړی خو داعش يوازې افغانستان ته نه ؛ بلکې ټولې سېمې ته خطر دی . که روسيه دافغانستان سره د جنګي الوتکو مرسته وکړي ؛ ډېر ښه به وي او که مرسته ونه کړي د اوږد مهالې مودې لپاره دې دقرض په توګه جنګي الوتکې راکړي. له مسلميار څخه د مخه روسيې ته د ازبک مليشو پخواني قوماندان دوستم ديو پلاوي په مشرۍ سفر کړی و ، چې پکې ورسره پوځي تجربه لورنکي افسران هم موجود وو.
روسيې هغه وخت افغاني پلاوي سره د سپکو او درنو وسلو د ورکولو ژمنه وکړه چې د يوه راپرو له مخې ۴۰۰۰ کلاشينکوف اونوې ډول ډول وسلې به افغانستان ته ورکړي . د روسيې ترسفر وړاندې دامنيت سلاکار حنیف اتمر هم هند ته ديوه پلاوي په مشرۍ سفر کړی و ، چې هند افغانستان سره د څرخي الوتکو د ورکړې ژمنه کړې وه . دافغان چاوراکو اميدواري د طالبانو سره د سولې په اړه پيدا شوې ده او د قطر د سياسي دفتر په خلاصون اوس ټول افغان ولس دسولې په هيله دی؛ خو داچې د داعش سره څرنګه مقابله وکړي ،افغاني چارواکو روسيې ته مخه وکړه چې روسان هم د داعش د پرمختګ له امله انديښمن دي ، وايي: که داعش مخه په افغانستان ونه نيول شي منځنۍ اسیاته رسيدل به امکان ولري.
که امريکا ګرمو اوبو پورې د روسانو د رسيدو مخه په افغانسان کې مجاهدينو سره د ډول ډول وسلو په مرسته ونيوله اوس روسان افغان دولت سره دوسلو په مرسته د داعش مخه منځنۍ اسياته په رسيدو نيسي، ترڅو يوازې په افغانستان کې نه ؛ بلکې په سوريه ، عراق او نورو سېموکې داعش له منځه لاړ شي. روسانو دافغانستان سره په ۱۳۴۱ل د ميزان په ۱۹مه د شمالي ولاياتو د سرکونو او د شبرغان ګاز په ۱۳۴۲ل کابل ته د نغلو د بريښنا او د ۱۳۶۳ داګست په ۱۹ مه په کابل کې دپل تخنيک ډبره د روسانو په مالي مرسته کېښودل شوه .



