پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home روغتيا

د تمباکو او سېګرټو څکولو زيانونه

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 28, 2015
کټګوریانې: روغتيا
0
28
ځلې شریک شوی
348
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

څېړونکی:  ډاکټر عبدالهادي حماس

په نړۍ کې په هرو اتو ثانيو کې يو کس په تمباکو پورې اړونده ناروغيو له کبله مړ کيږي ، ځکه خو د غو څېړنو نړۍ وارخطا کړې او په مجلو او ورځپاڼو کې د دغه زيانمن بوټي څخه د  ډډې کولو لپاره مقالې چاپ او خپريږي . د يوې بلې پلټنې له مخې  څرګنده شوې ده، چې (٤٤٠٠٠٠) تنه امريکايان هر کال د هغو ناروغيو له کبله مري  د کومو اړيکې چې له تمباکو سره وي . په ١٩٤٥ کال کې د نړۍ روغتيايي ټولنې يوه پلټنه تر سره کړه په دغه پلټنه کې څرګنده شوه چې د تمباکو د کارونې له کبله په همدغه کال کې ١.٤٤ ميليونه نارينه او ٤٧٥٠٠٠ ښځينه عادتيان د پرمختګ په حال هېوادونو کې مړه شوي وو . دغې پلټنې دا هم جوته کړه چې د ١٩٥٠ او ٢٠٠٠ کلونو تر منځ شپېته ميليونه وګړي د پرمختګ په حال هېوادونو کې د تمباکو د کارونې له کبله مړه شوي دي. اته لکه وګړي په تمباکو پورې د اړونده ناروغيو له کبله مري په مړو کې له نيمايي زيات هغه کسان وو چې عمر يې د ٣٥ او ٦٥ کالو پورې و. د امريکا په متحده ايالاتو کې د ټولو مړينو لامل په شپږو کې د يوه کس د تمباکو څښل دي . دغه مړينه تر هغې مړينې زياته ده کومه چې په نوموړي هېواد کې د شرابو ، ټوپک ، غيرقانوني درملو اوايډز څخه منځ ته راځي . سېګرټ يو داسې زهر جن مواد لري چې  د چنګاښ لامل ګرځي . سګريټ او د تمباکو کارونه ډېر ستر ، ستر زيانونه لري چې څو بېلګې يې په  لاندې ډول يادوو:

دا هم ولولئ

روسیې د سرطان د درملنې لپاره نوی کورنی درمل معرفي کړ

د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه

ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱ـ  د سېګرټو او د تمباکو کارونه د زړه حملې منځ ته راولي . سګريټ  او د تمباکو څکوونکي پنځه ځله زيات د عادي خلکو په نسبت د زړه په حملې اخته  کوي.

۲- د امريکا په متحده ايالاتو کې هر کال ٦٥٠٠٠ وګړي د زړه له حملې څخه مري چې په دوی کې ٣٠٪  يې د سېګرټو عادتيان وي ، په سېګرټو څکولو سره د انسان په وينه کې يو ډول مواد کميږي چې د هغوی په کمېدو سره د زړه د حملې لپاره لاره هواريږي .

۳ – د سېګرټو کارونه په سږو ډېره بده اغېزه کوي ، د سېګرټو لوګی نيغ په نېغه سږو ته ننوزي ، د سږو انساج تخريبوي او سږي په بېلا بېلو ناروغيو اخته کوي چې په پايله کې ناروغ ته ساه لنډي او ډول ، ډول ناروغي پيدا کيږي ، هغه بدلونونه چې د سېګرټو په وسيله په سږو کې منځ ته راځي بيرته نه جبران کيږي . د سېګرټو څکونه په سږو باندې يوه بله خطرناکه ناروغي هم منځ ته راوړي چې چنګاښ يا سرطان نوميږي . د سږو د سرطان ٩٠٪ لامل  سېګرټ پېژندل شوی ، څوک چې سېګرټ څکوي لس چنده زيات د سږو د چنګاښ لپاره چانس لري ، په همدې ډول څوک چې سېګرټ څکوي پۀ دوی کې د شونډو ، خولې ، حنجرې ، معدې ، بډوډو ، مثانې چنګاښ هم د سګريټ  د نه څکوونکي په نسبت زيات پيدا کيږي .

۴-  سېګرټ څکونه په عصبي سيستم هم ناوړه اغېزه کوي ، هغه څوک چې سګريټ څکوي دوه دوه نيم ځله زيات د سېګرټ د نه څکوونکي په نسبت په دماغ کې د رګونو د وچېدا او شکېدا په ناروغيو اخته کيږي [C V A] .

د دې ناروغۍ پايله ډېره خرابه وي او زياتره ناروغان په عصري وسايلو هم نه روغيږي بلکې له منځه ځي .

۵- څوک چې سېګرټ څکوي دغه خلک د نارينه جنسي الې د نه پورته کېدو په ستونزه اخته کيدای شي. همدارنګه سېګرټ څکونه د منيو د غلظت زياتوالی او په هغوی کې د سپرم د حرکت کموالی منځ ته راوړي د کومو پايله چې په شنډتوب تماميږي . د برطانيې په يوه تازه ژورنال کې ښکل شوي دي چې د سېګرټ څکونه له وخت نه مخکې د سترګې ګل پيدا کوي . همدارنګه کيدای شي د سترګې د ړوندوالي او د وينې د چنګاښ لامل شي .

۶- کومې اميدوارې ښځې چې سېګرټ څکوي کيدای شي چې دوی خپل ماشوم زيان کړي او يا خو يې ماشوم مړ پيدا شي .

۷- د سېګرټو څکونه په هډوکو هم اغېزه کوي ، هډوکي نري کوي ، هډوکي جال ، جال کوي په نتيجه کې هډوکي په اسانۍ سره ماتيږي او بيا رغونه يې ستونزمنه وي . هغه کسان چې سېګرټ څکوي امکان لري چې د مړوند بند ، د ورانه بند او د ملا کړۍ يې ماتې شي . نورې څېړنې وايي چې څوک سېګرټ څکوي د دوی په مخ کې له وخت نه وړاندې ګونځې پيدا کيږي .

ګرانو لوستونکو!

دا وو هغه زيانونه چې د سېګرټو او تمباکو له کارونې څخه منځ ته راځي او داسې په زرګونو نورې ستونزې چې دلته يې ليکل موضوع ستروي ، د سېګرټو په وسيله پيدا کيږي ، حال دا چې مونږ ته اسلام څوارلس سوه کاله وړاندې مونږ ته د نشه يي توکو نه د ډډې کولو امر کړی دی او په دغه امر کې تاسې وکتل چې څومره ستر ، ستر حکمتونه پراته دي. يوازې سېګرټ وګورئ چې څومره زيان لري او عادتي ته په خپل لوګي کې څومره پټې بلاوې لري او د هغه په روغتيا څومره ناوړه اغېزه کوي ، او نه يوازې دا چې سېکرټ څکول د عادتي ځواني خرابوي ؛ بلکې په نږدې چاپېريال باندې هم بده اغېزه کوي ، په کورني ژوند کې د يوې کورنۍ د غړو لپاره څومره زيان پکې پروت دی.  حال دا چې نشه يي توکي د اسلام  مقدس دين منعه کړي. هغه يې ناروا ګڼلي دي او د منعه کولو لامل يې هم له اخروي ګټو پرته پورتنۍ ټولنيزې ګتې هم دي .

مخکینې مطلب

په کابل کې پرسياسي مخالفينو مرموز بریدونه

بل مطلب

د کندهار د ملي امنیت کارمند «محمد نافع روکیال» نن په یوه غلچکي برید کې ووژل شو

ځانګړي مطالب

خبرونه

روسیې د سرطان د درملنې لپاره نوی کورنی درمل معرفي کړ

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
روغتيا

د زړه د حملې، بندو رګونو، او کولیسټرول د مخنیوي لپاره یوه طبیعي نسخه

نشرونکی: ح جلال
مې 31, 2025
خبرونه

ننګرهار کې لس روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

نشرونکی: ح جلال
مارچ 2, 2025
روغتيا

د انسان د بدن لس نا اشنا حقایق

نشرونکی: ح جلال
اگست 6, 2023
افغانستان

تېر کال ۳۰۰۰ تنه افغانان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 7, 2023

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com