کرزی اوسیاف؛ د لویې جرګې د راغوښتلو مخالفین امریکایان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۱ فرید افغان)
د حکومت له خوا د عنعنوي لویې جرګې له مخالفت سره سم د دې جرګې د غوښتونکو شمیر هم مخ پر زیاتیدو ده، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ویلي چې هر څومره ژر باید لویه جرګه را وبلل شي او حکومت او ملت باید له روان بحران څخه وژغورل شي.
د سیاف په خبره؛ له انتخاباتو پرته بله د حل لاره نشته او باید د حکومت مشران د خپل شخصي ګټو پرځای د ملت راتلونکي ته غور وکړي.
پر همدې مهال پخواني افغان جمهور رئیس حامد کرزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، د لویې جرګې مخالف لوری د ګلخانۍ او سپیدار ماڼیو واکمنې څیرې نه دي او په خبره یې د دې ملي اجماع مخالفت یواځې امریکایان کوي.
کرزي ویلي چې د امریکا سفیر په ښکاره ورته ویلي چې دوی له لویې جرګې وېره لري ځکه دغه هېواد فکر کوي چې افغانان به په لویه جرګه کې د امريكايانو د ايستلو پرېکړه وکړي.
د کرزي په خبره؛ د افغانستان وضعیت تر پخوا ډیر کړکیچن شوی، ملي حاکمیت په ښکاره نقض کېږي، هوایي بریدونه او ملکي تلفات تر اندازې اوښتي، زندانونو کې شکنجې او ظلمونه بیا پیل شوي قومي او نژادي تربګنیو ته په لوی لاس لمن وهل کیږي خو حکومتي مسؤلین دا هر څه په سړه سینه تیروي او د واک اقتدار ترې هرڅه هیر کړي دي.
کرزي په صراحت سره ویلي چې که د امریکا حضور دلته د افغانانو په زیان وي، نو افغانان حق لري چې د امریکا د ایستلو تصمیم ونیسي


