میلاد النبي صلی الله علیه وسلم اوپه اړه یې څو کرښې

لیکوال: صفي الله “رائد”
اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى اٰلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلٰى اِبْرَاهِيْمَ وَعَلٰى اٰلِ اِبْرَاهِيْمَ اِنَّكَ حَمِيْدٌ مَّجِيْدٌ٠
زړه ته رانېږدې لوستونکو!
له ډېرې مودې راهیسې مې په زړه کې وه؛ چې د (میلاد النبي صل الله علیه وسلم) په موضوع به یوڅه پر لیکلي بڼه راټولوم ، چې د الله په فضل دادی، نن وتونانېدم تر څو دغه لیکنه برابره کړم.
یادونه:
یاده لیکنه ما په خپل ذهن او فکر نه ده لیکلې؛ بلکې په دې موضوع مې د اهل السنة والجماعة د څومشهورو علماکرامو له مختلفو بیانونو اوپه دې هکله د ځینو نورو رسالو او فتاواو څخه دلته د میلاد او ثبوت اقوال او دلایل راووي.
امید لرم چې دزړه تنده مو پرې ماته شي.
کومې بابرکته جلسې چې د ربیع الاول په میاشت کې د میلاد النبي (صل الله علیه وسلم) تر عنوان لاندې په بېلابېلو وختونو کې دایرېږي او یا جوړېږي؛ دا په اصل کې د رحمت عالم سید العرب والعجم سید ولد آدم محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د حصول ثواب او دهغه ذات صلی الله علیه وسلم د سیرت بیانولو په نیت باندې وي.هغه ذات: چې د کوم ذات چې څوارلس نیم سوه کله په صفاتو کې علماکرام په بیان ستړي شول، اهل سیرة یې په سیرت ستړي شول، مصنفین یې په صفاتو د مناقبو ستړي شول، شعراء یې په شعرونو کې په شعر ستړي شول، نعت خوانان یې په نعتونو ستړي شول، چا د رحمت عالم سید العرب والعجم صفات تمام ته ونه رسول. نو زه به په دې لنډه لیکنه کې دهغه پاک ذات متعلق څه ولیکم.
علماکرام په داسې مجالسو د(میلاد النبي) کې د خپل وس موافق، څوک د ده امد دنیا ته بیانوي، څوک یې د ولادت با سعادت قصص بیانوي، څوک یې د رضاعت دمودې سیرت بیانوي، څوک یې د ولادت د شپې دلایل دصدق نبوت بیانوي،څوک به يې بعثت او څوک به یې هجرت بیانوي، څوک به د مدني زندګۍ د جهاد د ډګرونو دبدر او داحد او دحنین او دطائف، د تبوک او حدیبې او د خیبر او بنو مصطلق وغیره وغیره وه ویشت غزوات بیانوي.
او څوک به یې دسیرت پر ځای دهغو بهترینو اخلاقو مذاکره کوي او څوک یې دسیرت او صورت په ځای د نوراني چهره انور ښایست او زینت بیانوي چې حضرت جابر “رضي الله عنه” فرمایي:
چې د څوارلسم د سپوږمۍ شپه او دڅوارلسم سپوږمۍ ختلې، یو طرف ته محمد مصطفی ته ګورم بل خوا څوارلسمۍ سپوږمۍ ته ګورم، په تاکید سره ویي: چې مخ مبارک د محمد عربي له څوارلسم دسپوږمۍ نه زیات پړقېده او زیات ښاسته ده.
اولا یو صحابي مبارک نه شاګرد پوښتنه کوي ماته د محمد مصطفی مناقب بیان کړه؟
لږ یې شکل او صورت اوقامت او ښایست بیان کړه؟
هغه مبار ورته په موسکا موسکا عرض کوي: اې فلان!
عجیب سوال دې وکړ! ما د رحمت عالم سید العرب والعجم سره ډېروخت تېر کړ، خو ما چېرته محمد مصطفی ته د ادب له وجې په ډکو سترګو پورته کتلي نه دي.نو زه به دهغه تاسوته څه بیان کړم.
نومعززو! په داسې جلسو کې به څوک دهغه درنګ ښایست بیانوي. څوک به یې د سترګو زینت بیانوي. څوک به یې د ورېځو زینت بیانوي ، څوک به یې دسینې کمال بیانوي ،څوک به یې دختم نبوت شان بیانوي.
اوځېنې به یې دسیرت اوصورت مذاکره د دې جلسو نچوړ او خلاصه ګرځوي. خو!
عجیبه هغه چاته؛ چې نن مونږ د رحمت عالم سیرت ته هم نه پرېږدي، دهغه مبارک صفت ته هم نه پرېږدي؛ په دې هم مونږ ته بدعتیان وايي. په دې هم مونږ ته مشرکان وایي؛ چې ولې تا، په اجتماع کې د محمد مصطفی صفت کړی دی!!
که د ده د اکاربرینو په یاد اجتماع جوړېږي او درې ورځې اجتماع وي سنت، خو که زمونږ دمحمد مصطفی په یاد جلسه او اجتماع جوړیږي او درې ساعته اجتماع وي بدعت، عجیب انصاف دی دې خلکو سره.
که محدث امام نسائي ۱۲۰۰دولس سوه کاله مخکې باب میلاد النبي لګوي سنت؛ خو که عالم په منبر میلاد النبي بیانوي بدعت، عجیب انصاف دی!!!
په دې جلسو کې بیان دڅه شي دی آخر؟!
بعض حضرات بیا څه وايي: نه خوشحالي هم کوه! د رسول الله مناقب هم بیانوه! خو دا اجتماع مه جوړوه!!!
نو دا مناقب به مونږ پیریانو ته بیانو! دا مناقب به مونږ په مقبره (هدیره) کې بیانو! چې اجتماع جوړه نه شي درحمت عالم شان چاته بیانېږي!!!
او که دا اعتراض څوک کوي: چې نه هر څه کوه تخصیص مه کوه!!!
دا سړی بیا دتخصیص معنی نه پیژني؛ تخصیص خو د خاصې نه دی: (ما یوجد فیه ولایوجد في غیره)ته ویل کېږي.
او بیا زمونږ د زړې عقیدې مسلمانان په ۱۲ ربیع الاول هم جلسې کوي، ورپسې یې هم کوي- او بیا دې میاشت(ربیع الاول) کې هم چا تخصیص نه دی کړی؛ دې میاشت پسې یې هم کوي. چاد تخصیص عقیده ساتلې ده؟!!
زمونږ اهل السنة والجماعة الحمد لله دې میاشت کې هم داجلسې کوي، بله کې هم کوي او ورپسې بله کې هم کوي. مونږ د تخصیص عقیدت نه دی ساتلی.
نه موږ دا وایو چې ۱۲ ربیع الاول لازمه خبراو خارج له هغې غیر لازم، دا مونږ نه دي ویلي.
البته که دا څوک وايي: چې په رحمت عالم باندې خوشحالي وکړه، خو یو کرت وکړه، دا کال په کال یې بیا ولې کوې؟!!
دهغې جواب ملا علي قاري رحمة الله علیه په (المولد الروي في میلاد النبي) کې کړی: چې موسی علیه السلام نجات له فرعون نه وموند، فرعون هلاک شه،هلک فرعون، نحات موسی یو عظیم نعمت و.
د دې نعمت شکرانه رسول الله او صحابه کرامود یو عبادت په شکل مناو کړه چې روژه وه. ملا علی قاري رحمة الله علیه فرمايي:چې هلاکت د فرعون او نجات دموسی علیه السلام دا یو کرت شوی دی.پکار داده چې د دې نعمت خوشحالي عمر کې یوځل دعاشرې روژه ونیولی شي.
ولې بیا چې دعاشرې ورځ راشي خلک روژه نیسي؟!
چې بل کال راشي بیا ولې خلک روژه نیسي؟! چې بل کال راشي بیا ولې روژه نیسي ؟!؛ ځکه یې نیسي چې د نعمت ورځ را معاد شوه( انعام چې په کومه ورځ شوی و هغه ورځ بیا راغله).خلکو ته په کار دي چې دهغه نعمت شکرانه بیا ادا کړي.
هو! رحمت عالم دې دنیا کې تشریف اوري شوې ده، عظیم نعمت په امت شوی دی. دهغې په بدل کې خلک وخت په وخت دهغې شکریه ادا کوي دوباره ثانیا اعاده کوي.
لیکنه را لنډوم، په لنډو ټکو کې به ووایم:
که څوک حنفي وي او بیا هم میلادونو کې شک کوي،یا ورته بدعت او حرام وایي؛ هغوی لپاره مونږ ملا علي قاري پیش کوو، شارح د مشکاة. په ثبوت د میلاد یې کتاب لیکلی (المولد الروي في میلاد النبي)پېدا یې کړئ، وې ګورئ! چې د احنافو رایه درته معلومه شي.
که څوک شافعي مذهبي وي هغوی لپاره مونږ د جلال الدین سیوطي رحمة الله علیه کتاب ( حُسن المقصد في عَمل المولد) پیش کوو. چې هغه هم د میلاد په ثبوت باندې کتاب لیکلی.
که څوک اهل حدیثو سره تعلق لري؛ دهغوی لپاره د دوی سرکرده ابن تیمیة مونږ پیش کوو؛ چې په ابتدا صراط مستقیم کې فیصله ورکوي: چې د میلادونو والا خلک نیت ښکلی لري، زما دا امید دی چې میلادونو والا ته به الله تعالی اجر کثیر ورکړي.
که څوک د دیوبند دعلماو اقوالو ته په درنده سترګه ګوري؛ هغوی ته مونږ (عقائد علماء دیوبند) پیش کوو، چې د دیوبند یوویشت لویو لویو اکابرینو تصدیق ورباندې کړي، خلیل احمد “سالنفوري” او داسې نورو لویو لویو اکابرو پرې تقریظات کړي دي.
هغې کې استفتا کېږي:چې میلاد څنګه کار دی؟
ددیوبند اکابرین جواب ورکوي: وایي میلاد کې خو د رحمت عالم سیرت او صورت بیانېږي، دېته به خلک ناروا څنګه ووایي. ولو بلفرض که یو علم دین د میلاد النبي په جلسه کې په ممبر باندې د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دسیرت او صورت پرځای د رحمت عالم اوښې یوه ورځ بولې (متیازې) کړې وي او عالم دین دهغې دبولو کیسې بیان کړي؛ لکان من اعلی المندوبات. وایي دا هم په مندوباتو کې یو اعلی مندوب عمل دی.
نو چې څوک میلاد النبي ته بدعت وایي اکابرین دیوبند ته یې بدعت وویل.که څوک دې ته بدعت وایي جلالدین سیوطي ته یې بدعتي وویل.
که څوک دې ته بدعت وایي ملا علي قاري رحمة الله علیه ته یې بدعتي وویل. که څوک دې ته بدعت وایي ابن تیمة الحراني ته یې بدعتي وويل.
نو څوک ترېنه په حیا کې پاتې شول؟؟! چاچې مونږ ته فتوې راکړې مونږ پرې عمل وکړ،عمل کونکي بدعتیان شول نو مفتیان څنګه پاتې شول؟!!!
چا یې چې په جواز کتاب لیکلی و، چایې چې په ثبوت دلایل ویلي و، هغو خلکو ته به بیا څنګه نسبتونه کولای شي؟!
– ابن حجر هیتمي رحمةالله علیه څه ښه وایي:
ان المیلاد فرد من افراد نشر العلم ، وکل فرد من افراد نشرالعلم مندوب
فالمیلاد مندوب.
“میلاد د دین د اشاعت یوه څانګه ده او د دین داشعت هره څنګه ښکلې ده، نو میلاد هم ښکلی شو”.
تاسو فکر وکړئ!
دمیلاد په جلسه کې به څومره خلکو سره د محمد مصطفی مینه زیاته شي دعلماو په تقاریرو باندې. څومره جهادي جذبه به را ولاړه شي په شعرونو د شعراو.
اخر نقصان یې څه شی دی؟!!
ولو بلفرض که دلته تقاریر هم ونه شي، ولوبلفرض که دلته نعتخواني هم ونه شي! دلته جهادي دعوت هم ونه شي !!!
دا تش چې دالله عبادتخانه کې ناست یي او رحمت ورباندې کېږي دې ته به څوک قبیح ووايي؟!!
که فکر وکړو زمونږ په جلسو کې اخر دي څه شی؟
تقریر دی حسن دی، شعر دی حسن دی، نعت خواني ده حسنه ده.په مسجد کې ناسته، حسنه ده. دعالم مخ ته کتل دي حسن دي.صلوة سلام دی حسن دی. خیرات دی حسن دی. اخر دې کې دي څه شی؟
هو! ځینې خارجي څه قباحتونه دي: تصویر او کمره او.. خو هغه دې ټول میلاد ته نه راجع کوي! هغه څوک چې وایي کېمره چلیږي، دهغه به خپله هم تصویر وي. نو هغه اعتراض دې په مونږ څوک نه کوي چې څلور ګوتې یې خپل ځان ته راجع وي!!!
خلاصه دا چې دېشان محافلو کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سیرت او صورت بیانیږي نو دا به ولې قبیح وي دا به ولې بدعت وي.
URL Copied



