هلمند: امریکایي ځواکونو ولسي خلکو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۱۱ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اړوند د مالمند په سیمه کې ګډو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې ګڼو ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د سیمې خلک وایي، امریکایانو له تیرې ورځې راهیسې د دوی سیمه محاصره کړې وه، په سخت وحشت یې کورنه تلاشي کول او د سیمې خلک یې په مختلفو تورونو وهل ټکول آن تر دې چې څو تنه یې په مخامخ ډزو کې ووژل.
تازه خبرونه وایي چې چاپه له ۲۴ ساعتونو وروسته تیره ورځ ناوخته پای ته ورسیدله.
د چاپې په ترڅ کې ۷ تنه د کانداران شهیدان شوي چې د سیمې د خلکو په وینا له هیڅ وسلوالې ډلې سره یې اړیکه نه درلوده.
۸ تنه نور کلیوال وګړي د بندیانو په توګه وړل شوي او د هغوی ۵ عرادې موټرونه یې سوځولي دي.
افغان چارواکي عموماً په دې ډول پیښو کې له نظر ورکولو ډډه کوي .
که څه هم له امریکایانو سره د شوي امنیتي تړون تر مخه افغان چارواکي نه شي کولای امریکایي جرایم تقبیح یا وغندي خو اوس د هغو جنګي جنایتونو چې د امریکایانو له خوا ترسره شوي وي یا یې پړه پرخپله مني او یا هم رسنیو ته عام ولسي خلک د طالبانو په نامه نوموي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button