پر شيعه ګانو او پخوانۍ شمالي ټلواله د بريدونو تر شا پټ لاسونه

نعيم نظامي
د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخي، د اشرف غني په ټېم کې پخواني خلقيان، چې مشري يې په ملي امنيت کې د ګډ حکومت د مشر مشاور حنيف اتمر او د ملي امنيت لوی رئیس معصوم ستانکزئ کوي، د حکمتيار په مشرۍ له حزب سره په ګډه د لوېديځ د استخباراتي سازمانونو يوه مهمه پروژه مخته وړي. دغه مهمه پروژه دوه عمده موخې لري – يوه يې، د افغانستان د جنګ مذهبي، سمتي اولساني توپيرونو ته لېږدول، او بله يې، په سيمه اونړۍ کې د لوېديځ له رقيبو قوتونو سره د تړاو لرونکو افغاني لورو ځپل، کمزوري کول او په سياسي واک کې يې ونډه راکمول دي.
سرچينه زياتوي، په پلازمېنه کابل او نورو ولايتونو کې په اهل تشيعو وروستي بريدونه، د عطا محمد نور د پلويانو په نښه کول او د پخوانۍ شمالي ټلوالې د يو شمېر مهمو غړو بدنامول او د هغوی د شخصيتونو سياسي قتل؛ د يادي لوېديځوالي استخباراتي پروژې له مهمو ترسره شويو فعاليتونو څخه دي.
د سرچينې له قوله، حنيف اتمر او معصوم ستانکزی ياده پروژه د حکمتيار په مرسته د ځينو سياسی اومادي امتيازاتوپه بدل کې د حزب د اطلاعاتو او نظامي څانګي د هغو لوړ رتبه غړو په توسط مخته وړي کوم چی د خراسان لپاره د داعش له ډلې سره ټينګي اړيکي لري. د دغو کسانو له ډلې څخه يو يې حاجي حيات د لوګر ولايت د ازري ولسوالۍ اوسېدونکی، چې د داعش د خراسان د څانګې د وژل شوي پخواني مشر عبدالحسيب له خپلوانوڅخه دی، او نور يې هر یو “همدرد” د کابل ولايت د سروبي ولسوالی اوسېدونکی، قمندان “ضابط ضياء” او قومندان “وحيديار” د لوګر د څرخ او برکي اوسېدونکي، “قاري يوسف” د بغلان اوسېدونکی او “عباس خان” د خوست اوسېدونکي دي.
ويل کېږي، د حزب د دغه ټيم سرپرستي “عبدالمالک خوستی”، چې د حزب د اطلاعاتو يو مهم چارواکی او په امنيتي او استخباراتي امورو کې د حکمتیار نږدې مشاور دی، ترسره کوي.
د سرچينې له قوله، د حزب د اطلاعاتو ياد ټيم د حنيف اتمر او معصوم ستانيکزي په مستقيمه لارښوونه د اهل تشيع او پخوانۍ شمالي ټلوالې د مهمو اهدافو او شخصیتونو په اړه استخباراتي معلومات راجمع کوي، لوجستيکي امکانات برابروي او داعشيانو ته پرې د بريدونو زمينه مساعدوي، او د پلازمېني کابل د خير خانې په سيمه کې دروان ۱۳۹۶ هـ ل کال د لړم د مياشتي د ۲۵مې نېټي خونړی بريد، چې موخه يې د عطامحمد نور د پلويانو يوه غونډه وه، د حزب د اطلاعاتو د ياد ټيم له کړنو څخه و.
يوه بله باوري سرچينه له دې څخه وړاندي ځي او عربي هيوادونو ته د حکمتيار احتمالي سفر ته پر شيعه ګانو او شمالي ټلوالې له وروستيو بريدونوسره تړاو ورکوي، او زياتوي چې حکمتيار په ياده پروژه کې له سهم اخیستو دمخه له شيعه ضد عربي حکومتونو سره په تماس کي و او د دوئ د استخباراتي سازمانونو موافقه يې هم اخیستې وه.
دغه امنيتي سرچينه په ډېر ټينګار افشاء کوي چی استاد سياف، عطا محمد نور، انجنير عارف، امرالله صالح، دولت مير، عبدالهادي ارغنديوال او ځيني نور مهم شخصيتونه د هغو اهدافو د ليست په سر کې دي پر کومو چې داعشيانو ته د حزب د اطلاعاتو د ياد ټيم له لوري د بريدونو د زمينې په برابرولو کار روان دی. او دا هم وايي چی پر استاد سياف او د ده په نږدې مشاور، انجينیر بشير، د بريدونو پلان انجينر عبدالصبور ته، چې د سولې له تړون دمخه د کابل لپاره د حزب د نظامي برخې مسؤول و، سپارل شوی.
د استخباراتي او نظامي چارو د کارپوهانو له آنده، په افغانستان کې داعش په داسې موقف کې نه دی چې له مخکي نه د نااعلان شویو غونډو اونورو موردِ نظر اهدافوپه اړه دې دقيق استخباراتي معلومات راټول کړي او بيا دي يې پر اساس په دومره سرعت سره بريدونه ترسره کړي؛ دغه کارپوهان زياتوي چي د ګډ حکومت له داخل څخه له همکارۍ پرته د داسي بريدونوترسره کول د داعش د وس کارنه دی.



په ملی امیت کی خلقیان دکمه
شول اتممر او ستانګزی پر چمیان دی اول معلومات تکمیل که او بیا وروسته لکنه کوه دملی امنیت کار کوونکی پرچمیان شورای نظار جمیعت او وردګان دی زه خودا وایم چه دادشر اوفساد عاملین باید ووزل شی زکه دوی داوطن برباد او په روسانو امریکایانو او ایران او پاکستان وپلوره تر هغه لاسر زار شم چه دا خاینین نابود کی