ارواښاد ګل پاچا “الفت “
حق او باطل نه معلومېږي حق بیان که نه وي
ظالم ته هیڅ نشې ویلی ټینګ ایمان که نه وي
پینځو روپو باندې یې ولې هره ورځ خرڅوې
دین و ایمان دې مسلمانه ډیر ارزان که نه وي
آه و فریاد د چا له لاسه دغه خلک کوي؟
چیرې بې رحمه، خدای ناترسه ظالمان که نه وي
دا میدانونه ولې سره دي په سرو وینو باندې
په هر هیواد کې شرمښان یا قصابان که نه وي
ولې له ظلم ناروا سره جهاد نه کوي
دا په نفلو باندې ولاړ ریاکاران که نه وي
لکه واړه په څو پیسو باندې غولیږي ولې
په خوی او عقل دا لوی خلک ماشومان که نه وي
ستوری د دین به درته وایمه ملا صاحبه!
دا ریا کاره بې عمله ملایان که نه وي
خوار و غریب او بینوا که په راحت وُ پکې
جنت یې بولم خیر دی حورې او غلمان که نه وي
چې مظلومان کړي فریادونه د ظالم له لاسه
ورته دوزخ وایه هیڅ اور لړم ماران که نه وي
دا ناداري دا ناداني دا بدبختي له څه ده؟
زموږ کارونه زموږ فکر او خوی وران که نه وي

















