د ټرمپ پرېکړه؛ د بيت المقدس ازادي

سرليکنه

د اسلام او مسلمانانو دښمن، لکه څرنګه چې له واکمنۍ دمخه د انتخاباتو په کمپاين کې له اسلام او مسلمانانو سره خپله دښمني امريکا ته د مسلمانانو د ورتګ په بنديز ښوولې وه، اوس یې د کمپاين وعدې پوره کړې – له مسلمانانو سره د نورو دښمنيو تر څنګ یې، بيت المقدس د اسرائيلو پایتخت وګاڼه او د بهرنيو چارو وزارت ته یې د خپل سفارت د انتقال امر هم کړی دى.

ټرمپ به خپله پرېکړه کړې وي، او له دې ورووسته هم کېدای شي د مسلمانانو په مقابل کې دې ته ورته پرېکړې وکړې. ځکه يو شمېر اسلامي هېوادونو له امريکا سره د دوستۍ لار نيولې ده. تر څو چې د مسلمانانو غرب ځپلي واکمنان د اسلام له دښمن سره د دوستۍ لار نيسي، مسلمانانو ته به دا ډول ستونزې را ولاړېږي.

د افغانستان په شمول نږدې ټولو اسلامي هېوادونو له امريکا سره د دوستى مزې غځولي دي او د  امريکا هرې پرېکړې ته خوښي څرګندوي. له يوې خوا یې د نورې اسلامي نړۍ او له بلې خوا یې په خپلو هېوادونو کې د اسلاميت اعتبار له منځه يووړ. په عربې هېوادونو کې چې کوم مخالفت د مسلمانانولخوا د ټرمپ له پريکړې سره وشو، هغه به په نږدې کې راڅرګند شي.

ټرمپ خپله پرېکړه وکړه، خو په اسلامي نړۍ کې به مسلمانان د امريکا او اسرائيلو پر خلاف راپورته شي. په يوه اتحاد سره به د خپلې لومړۍ قبلې، بيت المقدس اقصی مسجد، د دفاع لپاره لاسونه سره يو کړي.

ټرمپ چې په رسمي توګه بيت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه پېژني، اسلامي هېوادونه به اړ شي چې له امريکا او اسرائيلو سره هر ډول اړيکې پرې کړي. د ترکيي حکومت د پرېکړې له مخې، که امريکا بيت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه وپيژني، ترکيه به له امريکا او اسرائيلو سره سفارتي اړيکې پرې کړې. دا يواځې د ترکېې او د شمېر په حساب د څواسلامي هېوادونو فرض نه، بلکې د ټولې اسلامې نړۍ فرض دی چې امريکا او اسرائيلو ته عکس العمل څرګند کړي.

که اسرائيل د امريکا د حکومت يا ټرمپ د پرېکړې هرکلی کوي نو د اسلامي نړۍ د پرېکړو او غبرګونونو انتظار دې هم وباسي چې دوی بيا د امريکا او اسرائيلو په مقابل کې څه ډول پرېکړه کوي. ان شاء الله، د بيت المقدس په اړه د ټرمپ پرېکړه به اسلامي نړۍ نوره هم يووالي ته سره نږدې کړي، او د اسلامي هېوادونو په يووالي سره به بيت المقدس د امريکا او اسرائيلو له نيواکګرۍ  په بشپړه توګه وژغورل شي.

موږ دا منو چې امريکا به د يو شمېر اسلامي هېوادونو له واکمنو سره ليدنې کړې وي، د هغوی د جذبې نتيجه به یې ترلاسه کړې وي او د بيت المقدس په اړه به یې بيا پرېکړه کړې وي، خو د اسلامي هېوادونو ولسونه د پاکې اسلامي عقيدې خاوندان دي؛ د هر هېواد د ولس رايه د واکمنو رايه نه ده.

 د افغانستان او يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو، چې امريکا يې د ځان غلامان بولي، ولسونه د هغې عقيدې مسلمانان دي چې انګرېزانو او روسانو ته یې درس ورکړی دى. د خپلو مقدساتو څخه د دفاع درس به اسرائيلو ته هم ورکړي. لومړى به امريکا او بيا به اسرائيل د مسلمانان په يووالي سره د انګرېزانو او روسانو په برخليک اخته کېږي او په پايله کې به همدا د اسرائيلو لخوا نيول شوی بيت المقدس په کامله توګه ازاد شي.

خو بدمرغي دا ده چې ملګرو ملتونو امريکا او اسرائیلو ته، سره له دومره وحشته، ترورستان ونه ويل، خو چې کله هم مسلمانانو د خپل ځان، خاورې او خپلو مقدستاتو دفاع کړې ده، پر هغوی د همدې ملګرو ملتونو لخوا د ترهګرو لېبل سریښ شوی دی او مرګ یې روا ګڼل کېږي. که ملګري ملتونه هر څو خپله پخوانۍ کړنه کوي، د بيت المقدس په اړه مسلمانان هېڅ وخت بې تفاوته نه شي پاتې کېداى؛ خپله لومړۍ قبله (بيت المقدس) به له امريکا او اسرائيلو ازادوي، ان شاالله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button