قدس شریف د یونیم ملیارد مسلمانانو ملکیت دی

ډاکټر آصف
ټرمپ اعلان وکړ او ویې ویل چې:
ما فیصله کړې چې هغه وخت رارسیدلی چې قدس نور د اسرائیلو (نیواکګرو) پلازمینه اعلان شي، ما له خپلو خلکو سره د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال دا وعده کړې وه او نن مې پوره کړه.
د سفاکې امریکا ولسمشر دا پریکړه هغه مهال اعلان کړای شوه چې د نړۍ ټول خلک ورته منتظر وو، ټرمپ چې نه یهودی دی او نه مسلمان، نه د فلسطینی دی او نه عرب، بلکې د نړۍ له هغه بل کونج نه راغلی او جرأت کوي چې د یونیم ملیارد مالکانو درلودونکی سپیڅلې خاوره هغه چاته ورکړی چې هغه له ده نه هم پردي دي، دا خاوره یواځې د فلسطینیانو او یواځې د عربانو خاوره نده بلکه دا خاوره د یونیم ملیارد مسلمانانو سپیڅلي خاوره ده.
د نن سل کاله وړاندې یعنی په 1917 کال کې ښکیلاکګرې برطانیا همدغه ډول اعلان وکړ چې دوی به یهودو ته پر فلسطینی خاوره یو هیواد جوړوي او دا مهال چې 2017 عیسوي کال دی د برطانیا پریکړه پوره سل کاله تطبیق شوه.
سره له دې چې بیت المقدس نه د ټرمپ د نیکه میراث دی چې واکداری یې کوي او نه د یهودو د مور ملکیت دی چې ورته په میراث کې پاتې دی او ټرمپ یې ورته ډالۍ کوي. بلکه دا سپیڅلې خاوره د یونیم ملیارد مسلمانانو لومړۍ قبله او دریم حرم شریف دی.
ټرمپ په دې اعلان سره جوته کړه چې ډیر ناپوه او جاهل کرکټر لري، او د ټولو نړیوالو قوانین یې لکه د یوه وحشي حیوان تر پښو لاندې کړل، آن چې د ملګرو ملتو د منشور څرګند مخالفت یې وکړ، او د چین، روسیې او اروپا د امنیت شورا سره کړې ټولې معاهدې او وعدې یې پر دیوال وویشتې، د نړۍ ټولو هیوادونو او مشرانو د ټرمپ دغه پریکړه په شدت سره وغندله، خو سره له دې ټرمپ وایی چې زه د ټولې نړۍ د غندنو پروا نه لرم، د ټرمپ دا ډول سیاست جوتوي چې نوموړی هم د منځینۍ پیړۍ د دیکتاتورانو او سفاکانو په څیر دا هم یو سفاک دیکتاتور دی نو ویلای شو چې په دې پیړۍ کې هم د بشریت پر سر باندی همغه دیکتاتور کرکټرونه مسلط دي چې په منځنیو پیړیو کې یې تسلط درلود، توپیر یې یواځې په دې کې دی چې د منځینۍ پیړۍ پر ځای په روانه پیړۍ کې راڅرګند شو.



