بلک واټر غواړي د افغانستان خوندي زیرمې لوټ کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۸ فرید افغان)
د بلک واټر خصوصي امنیتي شرکت چې هیوادونو ته د پیسو په بدل کې ځواکونه استوي ویلي دي چې تمه لري ځواکونه یې له امریکایي حکومت څخه د اجازې ترلاسه کولو وروسته د افغانستان خوندې زیرمې وپلټي.
د ‹‹فیډنیوز››د خبر تر مخه، د بلک واټر مشر اریک پرنس له امریکا او افغان حکومت غوښتي ترڅو اجازه ورکړي چې د افغان عسکرو تر څنګ یې ځواکونه د مخالفینو پر وړاندې جګړې وکړې او په دې توګه د څو تریلیون دالرو په ارزښت پټ کانونه او معدنیات استخراج کړي.
پرنس ویلي، د افغانستان په خاوره کې د یو تریلیون دالرو په ارزښت خوندي زیرمې وجود لري چې دوی کولی شي د افغان ځواکونو په ملتیا یې را وباسي.
د فیډنیوز د راپور سره سم، دکانونو کیندنه به غیر قانوني وي او ټوله ګټه به یې دې شرکت او د امریکا حکومت ته رسیږي او په بدل کې به یې هغوی له افغان حکومت سره نظامي مرستې کوي.
شنونکي وایي امریکا په افغانستان کې د اوږدمهالي نظامي حضور څخه دوه ګټې لري یو هم د سیمې د رقیبو هیوادونو له ورپیښو ګواښونو څخه له نږدې څارنه او بل هم د افغانستان د خوندي زیرمو لوټل دي ترڅو چې خپل لوی مالي کسر ورباندې پوره کړي .
د یادونې وړ ده چې بلک واټر ترټولو بدنام خصوصي امنیتي شرکت ده چې په تیر کې یې په افغانستان کې په یو شمیر خونړیو پیښو او شخصي زندانونو کې لاس درلوده.
دې شرکت امریکایي ولسمشر ته پخوا هم وړاندیز کړی و چې ظاهراً د امریکا د سنا له خوا رد شوی و


