په بیت المقدس کې د مظاهرو وروستی حال

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۸ فرید افغان)
تیره ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکایي ولسمشر د پریکړې پر ضد چې بیت المقدس یې د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومانه، میلونونو مسلمانانو لاریونونه وکړل.
په افغانستان، ترکیه، ایران، لبنان، سومالیا، لیبا، مالیزیا او آن د امریکا په لاس انجلس آیالت کې هم لاریونونه وشول.
فلسطینیانو د بیت المقدس په خوا کې قهرجن لاریون وکړ.
لاریونوالو اسرایلي پولیس په ډبرو ویشتل او هغو ورباندې د ډزې کولې .
وروستي راپورونه ښیي چې د اسرایلي نیواکګرو ځواکونو په ډزو کې ۲ فلسطینیان شهیدان، او ۷۶۰ نور ټپیان شوي، چې د یو شمیر ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.
پر همدې مهال د اناضول خبري اژانس راپور ورکړی چې د محمود المصري په نامه یو بل فلسطینی وګړی د اسرایلو سرحد ته څیرمه د یهودي پوځیانو په ډزو وژل شوی دی.
همداراز اسرایلي الوتکو نن د دوهمې ورځې لپاره هم د غزې په یوه نظامي سیمه بمباري کړې چې پکې د یوه ماشوم په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي دي .
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ هم اسرایلي الوتکو په غزه کې دوه سیمې بمبار کړې وې.
څو ورځې وړاندې امریکایي ولسمشر رسما اعلان وکړ چې خپل سفارت به قدس ته لیږدوي او هغه د اسرایلو د پلازمینې په توګه رسماً مني.
دا پریکړه په نړیواله کچه وغندل شوه او تیره ورځ په ټوله نړۍ کې مسلمانانو د دې پریکړې د غندلو په خاطر قهرجن لاریونونه ترسره کړل.


