وسله وال بريد کې د ملګرو ملتونو ۱۴ عسکر وژل شوي- ۵۳ ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ۱۸) د تازه ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ په وسله وال بريد کې د ملګرو ملتونو ۱۴ سوله ساتي عسکر وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپيان دي.
د ملګرو ملتونو ادارې ويلي، پېښه وړمه ورځ په کانګو هېواد کې رامنځته شوې ده.
د ملګرو ملتونو مرستيال وياند فرحان حق وايي، په وژل شويو کې يواځې پنځه د کانګو هېواد او ډیری نور يې د تنزانيا اتباع دي.
په خبره يې، وسله وال له ګاونډي هېواد يوګنډا څخه ور اوښتي او بريد يې ترسره کړی دی.
په کانګو هېواد کې له تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو راپديخوا د ملګرو ملتونو ۲۱ زره سوله ساتي ځواکونه ميشت دي.


