تېره شپه د کابل ولايت په زړه کې د نامعلومه وسله والو له لوري ۱۳ کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۸)

د سپوتنيک د خبر له مخې پېښه تېره شپه د ۱۲ بجو په شاوخوا کې د يوولسمې ناحيې مربوط د خيرخانې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې په وينا، ټول ۱۳ تنه وژل شوي چې د يوې کورنۍ غړي دي.

عيني شاهدان وايي، په وژل شويو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

زياتوي، دغه کورنۍ د پروان ولايت د ګلبهار سيمې اوسېدونکي دي چې اوس مهال يې د کابل په خيرخانې سيمه کې يې استوګنه کوله.

د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد پېښه تاييدوي وايي، د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې ډله سيمې ته رسېدلې او څېړنې يې پيل کړي دي.

تر دې دمه د پېښې په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.

په وروستيو کې په کابل کې جنايي جرمونه، قتلونه، غلاوې او انسان تښتونې زياتې شوي چې خلک پکې امنیتي ادارې او پوليس پړه بولي وايي ډیری پېښو کې د دوی لاس وي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button