نورستان: طالبانو پوسته نيولې- درې پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۸) د نورستان ولايت په واما ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې شپږ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، په بريد کې درې پوليس وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
بريد تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د څپريګل خولې په پوسته شوی دی.
طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د پوليسو پوسته يې په مکمله توګه نيولې او درې پوليس وژل شوي، څلور نور ټپيان دي.
طالبان وايي، له پوستې څخه يې ۲ ميله وسلې او په زياته اندازه نظامي توکي هم نيولی دي.



