ولسي جرګې امریکا سره د امنيتي تړون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ۱۸) قدس شريف د اسراييلو د پلازمېنې منل او د امریکا سفارت د انتقالولو په غبرګون د افغانستان د ولسي جرګې يو شمير غړو له حکومته غوښتي چې له امريکا سره شوی امنيتي تړون دې لغوه کړي.
د ولسي جرګې غړو په ننۍ ناسته کې د قدس شريف په اړه د ټرمپ وروستۍ پريکړه وغندله او دا يې د هغه احمقانه دريځ وباله.
د ولسي جرګې يو تن غړي ملاترخيل محمدي د جرګې په ننۍ ناسته کې وویل چې ټرمپ غواړي د امريکا ولس له مسلمانانو سره په جګړه اخته کړي، زياته يې کړه که افغان حکومت د هغوی په خلاف نور څه نه شي کولی د امريکا سره شوي ټول او په خاصه توګه امنيتي تړون دې لغوه کړي.
د هغه په خبره، امريکا هيڅکله د مسلمانانو دوست هېواد نه دی نو څرنه شونې ده چې د افغانستان دوستي وکړي.
هغه غوښتنه وکړه، چې ولسي جرګه دې يو پريکړه ليک صادر کړي او پکې دې له حکومته غوښتنه وشي چې له امريکا سره لاسليک شوی تړون بېرته ولسي جرګې ته واستوي او د ولسي جرګې له خوا دې لغوه اعلان شي.
د جرګې يو شمير نورو غړو هم د ولمشر ټرمپ د وروستي دريځ غندنه وکړه او دا يې د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې بيت المقدس سپکاوی وباله.
د امريکا ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ اعلان وکړ، چې له دې وروسته به قدس شريف د اسراييلو پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني او هلته يې د امريکايي سفارت د انتقالولو پريکړه وکړه.
د هغه د دې پريکړې په غبرګون کې تېره ورځ د افغانستان په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې په لکونو مسلمانانو لاريونونه وکړل او د هغه پريکړه يې وغندله.
بيت المقدس د اسراييلو د پلازمينې له اعلانولو وروسته د ملګرو ملتونو امنيت شورا بېړنۍ ناسته کړې او د قدس شريف په اړه د ټرمپ پريکړه يې د ملګروملتونو له قرارداد نه سرغړونه او د منځني ختيځ د کړکيچ پیلامه بللې.



