د فساد څارنې کمېټه: د انرژۍ له سکتوره درې مليارده ډالره لادرکه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۹) يوې نوې سروې ښودلې چې د افغانستان د انرژۍ (اوبو او برېښنا) لپاره له ورکړل شويو څلور ميارده ډالرو نږدې درې ميليارده ډالره تري تم شوي دي.
د ادارې فساد د څارنې او اروزنې کمېټه وايي، د طالبانو د دوې له ختمېدو وروسته د افغانستان د انرژۍ له برخې سره څلور ميليارده ډالره مرسته شوې خو ډیری پيسې يې ورکې شوي دي.
يادې ادارې په تازه ترسره کړې سروې کې ويلي، د کرزي د دورې له لومړۍ دورې راپديخوا نړيوالې ټولنې د افغانستان د انرژۍ له سکتور سره څلور ميليارده ډالره مرسته کړې، زياتوي چې اوس مهال د برېښنا وزارت د ۱۸۳ ميليونه ډالرو حساب لري او د پاتې درې ميليارده ډالرو حساب لادرکه دی.
د اداري فساد د څارنې يا د ميک کميټه وايي، په دغه سروې کې يې له ۵۱۸ کسانو سره خبرې کړي چې د برېښنا شرکت کارکوونکي هم پکې دي.
د کرزي د دواړو دوارو له پيل تر اخره پورې د برېښنا وزارت مشر توزن اسماعيل خان پاتې شوه او هغه وخت هم د دغه وزارت د اوبو او برېښنا اړوند ټولو برخو کې د فساد د شتون په اړه راپورونه ورکول شوي دي.
ويل کېږي، د اسماعيل خان د وزارت پر مهال د انرژۍ سکتور په په ټولو پروژو کې فساد شوی خو هغه پوې تړلو کسانو هيچاته حساب نه دی ورکړی.
د برېښنا شرکت اوسني چارواکي وايي، د تېرو اوو کلونو په موده کې د انرژۍ سکتور سره څلور ميليارده ډالره مرسته شوې، زياتوي اوس مهال په دې برخه کې ستونزه نشته او هرڅوک چې وغواړي حساب ورکولو لپاره به ورته اسانتيا برابره کړي.
خو د څارنې کمېټې ويلي، د بېلونو په وېش کې بې انصافي کېږي، د اوبو د برېښنا په بيه د لمري برېښنا پلورلو، په کورونو کې د زياتو او بې کيفيته برېښنا مېترونو لګول هغه څه دي چې د برېښنا شرکت کې يې فساد ته لاره هواره کړې ده.



