د کندهار له محبس څخه ۴۲ بنديان خوشې شول
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۹) چارواکي وايي، د ولسمشر غني په فرمان د کندهار ولايت له مرکزي محبس څخه ۴۲ بنديان خوشې شول او د ۲۷ تنه نورو د بند موده کمه شوې ده.
د کندهار د رسنيو د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه زندانيان د ولسمشر غني د ۱۱۰ او ۱۲۴ ګڼه فرمانونو پر اساس د شنبې په ورځ خوشې شوي دي.
د معلوماتو له مخې په خوشې شويو زندانيانو کې دوه مېرمنې او نور ټول نارينه دي.
د بنديانو د ازادېدلو په مراسمو کې د کندهار دوالي په ګډون يو شمير نورو چارواکو هم برخه لرله.
د يادونې ده، چې د ولسمشر غني په فرمانونو کې ډیری يې په جنايي جرمونو ککړ کسان له بنده خوشې کېږي.
لا هم يو شمير بنديان د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د بند د مودې ترسره کولو سربېره شپې سبا کوي.
شاوخوا څلور ورځې وړاندې د باګرام ځندان په دولسم بلاک کې يو شمير زندانيانو په دې موخه د نه خوړو اعتصاب پيل کړ، چې په وينا يې د بند موده يې پوره شوې او د زندان د چارواکو له خوا ورسره ناوړه چلند کېږي.



