میدان وردګ: افغان عسکرو د سره صلیب کلنیک چور کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۹ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ ګډوځواکونو د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالي اړوند د تنګي درې په سیمه کې یو صحي کلنیک له منځه وړی دی او تول سامان آلات یې له ځانه سره وړي دي.
د میدان وردګو د پولیسو ویاند رسنیو ته د کلنیک له منځه وړل منلي او په وینا یې چې هلته د سیمې په کچه د ټپي طالبانو درملنه کیدله.
د ده په خبره، له همدې کبله یې له مهماتو سره له منځه وړی او یو شمیر طالبانو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د رغتون د لمنځه وړلو د پخلي تر څنګ ویلي چې، چې دا کلینیک د عامو خلکو لپاره په صحي خدماتو بوخت وو، د سور صلیب لخوا په رسمي ډول منظور شوی وو، د هغوی لخوا دوا او نور لوازم ورته راوړل کیدل.
نوموړي د حکومتي چارواکو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې دلته د طالبانو د ټپیانو معالجه کیدله د ده په خبره ‹‹د چارواکو هغه ادعا حقیقت نه لري چې وايي دغه کلینیک د مجاهدینو پورې اړه لرله یا يې د هغوی مریضان تداوي کول››
مجاهد زیاتوي، د افغان ځواکونو له خوا هیڅ طالب نه نیول شوی او نه هم کوم دلیل په لاس کې لري چې‹‹ ثابته کړي کلینیک د مجاهدینو پورې تړلی وو››
.
سیمیزوسرچینو ویلي چې کلنیک په ټولیزه توګ لوټ شوی، ټول صحي سامان آلات، ادویه، چپرکټونه، د برق ماشین او نور لوازم يې وړل شوي دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، امریکایان او افغان حکومت د خپلو جنایاتو د توجیه کولو په خاطر دا ډول بې بنسټه ادعاګانې کوي او دوی په عام المنفعه تاسیساتو دا ډول بریدونه په سختو ټکو غندي.



