د سيګار مشر: افغانستان کې ډیری پيسې په امنيتي برخه کې ضايع شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ۱۹) د افغانستان د بيا رغونې لپاره د سيګار ادارې مشر ويلي، په افغانستان کې يې نږدې ۱۲۰ ميليارده ډالره په بيا رغونه کې لګولي دي، چې سلګونه يې په بېلابېلو برخو کې د فساد له کبله ضايع شوي دي.
نوموړي بي بي سي ته په تازه مرکه کې ويلي، چې د ضايع شويو پيسو کره شمېره نه لري خو زياتوي په دې اړه يې د امریکا د کانګريس لپاره کار پيل کړی، څو د فساد له کبله د ضايع شويو پيسو دقيقه شمېره معلومه کړي.
هغه وايي، د بيا رغونې لپاره د پيسو تر ټولو زياته برخه يې په امنيتي برخه کې لګول شوې، لکه د افغان پوليسو او پوځ په روزنه او هغوی سره په مرسته مصرف شوي، زياتوي چې ښکاره خبره ده په دغه برخه کې ډېر فساد شوی دی.
د سيګار ادارې مشر جان سپکو وايي، ډیر فساد د خيالي پوليسو، د خيالي ښوونکو او خيالي کارکوونکو په برخه کې شوی، دغه راز د ودانيو، کليو، سړکونو، پلچکونو په بيا رغونه کې هم يو څه شته خو مونږ يې د ارزونې وړتيا نه لرو چې دغه کارونه په سمه توګه ترسره شوي که نه.
د سپکو په باور، د پيسو بې ځايه لګول، فساد، درغلۍ او له پيسو ناوړه ګټه اخيستل د افغان پوځ په ليکو اغيز کړی دی.
هغه وويل، په دغو څېړنو کې چې دوی ترسره کړي لوړپوړي افغان چارواکي هم ښکېل دي، زياتوي دی يې په اړه د معلوماتو ښکاره کولو ډډه کوي خو وايي په دې برخه کې يې ځينې پلټنې کړي چې له کبله يې يو شمير افغان چارواکي هم له دندو ګوښه شوي دي.
نوموړی وايي، په راتلونکي کې د افغان حکومت له يو شمير لوړپوړو چارواکو د فساد په اړه پلټنې کوي او په دې برخه کې د افغانستان لويه څارنوالي هم ورسره مرسته کوي.
سيګار د ۲۰۱۷م کال په لسمه مياشت کې يو راپور خپور کړ او ويلي يې و چې تر ټولو زيات فساد د کورنيو چارو وزارت کې شوی دی.
دغې ادارې ويلي: د کورنيو چارو وزارت پر ځای د دې چې د فساد سره مبارزه وکړي په ميليونونو ډالره يې بې ځايه لګولي او خپل دفترونه يې د ماڼيو په څېر عصري جوړ کړي دي.
دغې بنسټ د کورنيو چارو وزارت د چارواکو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه خو وايي د امنیتي ادارو مشران له پياوړي ملاتړه برخمن دي او د دوی د پوښتنو ځواب ته به حاضر نه شي.
خو ځينې افغان چارواکي د فساد پړه پر بهرنيانو اچوي وايي، په امنیتي ليکو کې فساد د بهرنيانو په هڅو رامنځته شوی او نړيوالو مافيايي کړيو له خوا يې ملاتړ کېږي.



