داعش ډله په شمال کې د خوندي مراکزو په لټه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۹فرید افغان)

بهرنۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د یوه منظم پلان تر مخه یو شمیر استخباراتي سازمانونه غواړي د افغانستان په شمال کې داعشي ملیشې ځای پرځای کړي.
د راپورونو له قراره شاوخوا یوکال کیږي چې داعشي ملیشو د جوزجان ولایت په ځینو ولسوالۍ کې حضور پیدا کړی دی.
د دې ولایت د درازب ولسوالۍ چې زیاتره برخه یې د داعشیانو له تسلط لاندې ده، ولسوال یې ویلي د فرانسوي او الجزایري وسلوالو یو شمیر اتباع لیدلي چې په دې ولسوالۍ کې وسلوال روزي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د موضوع د تائید ترڅنګ ویلي چې، په فرانسوي غږېدونکي قفقازیان سړي او ښځې هم دې ولسوالۍ ته رسیدلي ترڅو دلته شته داعشیانو ته روزنه ورکړي.
د نوموړي په وینا، داعیشي ملیشې په سیمه کې ځوانان خپلو لیکو ته جذبوي او دا بهیر په ګړندي توګه روان دی.

د جوزجان سیمیز چارواکي وایي چې داعش ډله هڅه کوي په سیمه کې د سروزرو، الماسو، نفت او یورانیمو خوندي زیرمې لوټ کړي.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي چې داعشي ملیشې په سیمه کې د بهرنیانو په ملتیا خوندي مراکز لري او په سیمه شته کې شته معادن استخراجوي.
بي بي سي ویلي، اروپايي او افغان امنیتي چارواکو له فرانس پرس خبري اژانس سره خبرو کې منلې چې فرانسوي توکمي هم په دې وسلوالو کې شته، خو د شمېر په هکله یې وايي:
“نه پوهېږو چې څومره کسان دي

د سیمې دخلکو په خبره، ناپیژانده الوتکې داعشیان تمویل او تجهیزوي او جنګیالي یې تر ټولو ماډرن وسلې لري.
لویدیځو رسنیو په تیر کې ویلي و، چې د امریکا په ګډون د سیمې ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي په عراق او سوریه کې د داعش ډلې ځپل شوي مشران افغانستان ته انتقال کړي ترڅو هلته ترې د خپل اجیرځواک په څیر کار واخلي.
ځینې شنونکي وایي چې د افغانستان پر وړاندې د امریکایي ولسمشر ډیر ټینګار د خوندي زیرمو په پلټلو و چې ښایي د داعشیانو په لاس د خپلې موخې د ترلاسه کولو هڅه وکړي.
د جوزجان ولایتي شورا وایي چې په درازب او قوشتیپه ولسوالیو کې ټول ښوونځي تړل شوي او استادان مکلف دي تر څو د خپلې میاشتنۍ تنخوا یوه برخه له داعشي وسلوالو سره شریکه کړي.
خو د دې ټولو سربیره د حیرانتیا خبره داده چې نه امنیتي ځواکونه پر دوی او نه هم دوی پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او آن د ولسوالۍ په بازار کې په ډاګیزه توګه وسلوال ګرځندوی فعالیت لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button