غزه: لاریونوالو د ټرمپ او دسعودي ولیعهد انځورونه وسوځول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۹ فرید افغان)
د بیت المقدس پر وړاندې د امریکایي ولسمشر تر پریکړې وروسته په غزه کې او یو شمیر هیوادونو کې لا هم لاریونونه روان دي.
نن د دریمې ورځې لپاره په غزه زرګونو لاریونوالو د اسرایلو او امریکایي حکومت پرضد شعارونه ورکول او امریکا او ځینې عرب هیوادونه یې لوی اشغالګر هیوادونه یاد کړل.
مظاهره چیانو د ټرمپ جوړې شوې مجسمه په اورونه وسوځوله او بیا یې د سعودي باچا سلمان او د ولیعهد محمد بن سلمان انځورونه وسوځول.
لاریونوالو له ځانونو سره بینرونه هم لیږدول چې پکې لیکل شوي و «تسقط آل سعود» د سعودي شاهي کورنۍ دې ماته وي.
فلسطیني لاریونوال داسې مهال د سعودي واکمنو انځورونه سوځوي چې د رویټرز او د اسرایلو د لسم نمبر تلویزیوني چینل د راپور تر مخه د سعودي ولیعهد د قدس په اړه د امریکا د پریکړې ملاتړ کړی او فلسطینی مشر محمود عباس یې ګواښلی چې که د ټرمپ پر پریکړه یې سخت غبرګون وښوده له بدو عواقبو سره به مخ شي.
بلخوا راپورونه وایي چې په کویټ کې هم زرګونو کسانو لاریون کړی و او د امریکا پریکړه یې په سختو الفاظو تقبیحوله.
همداراز د مسلمانانو په تر ټولو لوی بانفوذه هیواد اندونزیا کې هم لوی لاریون ترسره شو.
په لاریون کې چې د امریکا د سفارت مخې ته ترسره شو شاوخوا ۲۰ زره کسانو ګډون کړی و او له امریکا یې وغوښتل چې د بیت المقدس پر وړاندې دې خپله پریکړه بیرته واخلي



