ننګرهار: د سيمه ييزو پوليسو قومندان وژل شوی- پنځه پوليس ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ۱۹) د ننګرهار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د خوږياڼو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قومندان په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.
امنيتي سرچينې وايي، چاودنه نن له غرمې وروسته د خوږياڼو ولسوالۍ د کږې په بازار کې رامنځته شوې ده.
سرچينې اريانا نيوز ته ويلي، په چاودنه کې قومندان حبيب الرحمن وژل شوی او پنځه نور پوليس مرګوني ټپيان دي.
چاودنه د نوموړي په موټر پسې د نښلول شوي چسپکې ماين د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو تېره ورځ طالبانو ادعا کړې وه چې د يادې ولسوالۍ په ګاونډ سرخرود ولسوالۍ د کلابختان په سيمه کې يې د سيمه ييزو پوليسو په رینجر موټر چاودنه کړې، په ترڅ کې يې يو قومندان عبدالغفور او درې نور سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.



