حکمتیار: حکومتي جوړښتونه تر ډیره د قوم پالنې په اساس رامنځته شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۹ فریدافغان)

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په خوست ولایت کې خپلو سلګونو راټولو شویو مینوالو ته په بیلابیلو موضوعاتو خپله وینا وکړه.
د نوموړي وینا تر ډیره په حکومتي جوړښتونو او په راتلونکو ټاکنو ورټوله وه.
نوموړي چې په تیر کې د افغانستان روانې ترینګلتیا ته د قومي جګړې نوم ورکړی و یوځل بیا وویل، یو شمیر سیاسي ګوندونه په قوم پالنه او تعصب راپورته شوي او غواړي د خپل قوم نفوذ په حکومت کې ډیر کړي.
نوموړي له ګډحکومت ګیله وکړه چې د لویې پکتیا خلکو ته یې په حکومت کې لږ ونډه ورکړې او په وینا یې چې اقلاً د لویې پکتیا ونډه باید له بامیانو، دایکندي او پنجشیر څخه لوړه وای.
د حزب اسلامي مشر همداراز د ځدراڼو له قوم څخه په دفاع کې وویل چې څو ولسوالۍ لري خو په حکومت کې ځانګړی سهم نه لري دنوموړي په خبره د دې لامل ښایي دا وي چې مولوي صاحب جلالدین حقاني د دې ټبر څخه و او هغه د امریکایانو پر وړاندې جګړې کړې دي.
نوموړي همداراز دراتلونکو ټاکنو په شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې حکومت ښایي دا ټاکنې د تیر په څیر یوځل بیا وځنډوي.
حکمتیار له انتخاباتي کمیسیونونو وغوښتل چې پر وخت شفافې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي.
ګلبدین حکمتیار د ایران هیواد تورن کړ چې په سیمه کې ناخوالو ته لمن وهي او په خبره یې چې پهمنځني ختیځ کې د روانو سیاسي کړکیچونو اصلي لامل د ایران هیواد دی.

نوموړي وویل چې ځینې کړۍ د حکومت د پرزولو پلان لري او ټینګار یې وکړ چې هیچاته به هم اجازه ورنه کړي چې د ګډحکومت پرخلاف ګام اوچت کړي.
حکمتیار داسې مهال خوست ته سفر کوي چې تازه له ترکیې څخه هیواد ته ستون شوی و.
د رسنیو د راپورونو تر مخه حکمتیار ته د اردوغان د لیدلو اجازه ور نه کړل شوه او سعودي ورته ویزه ورنه کړه نو له همدې امله یې سفر نیمګړی پای ته ورساوو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button