د ابن تیمیه رح و شخصیت ته معتدله کتنه

لیکنه: رحمت الله نړیوال
شیخ الاسلام ابن تیمیه رح زموږ د تاریخ یو له هغه شخصياتو نه دی،چې په اړه یې خلک د افراط و تفریط ښکار دي،د نوموړي د ځینو نظریاتو او ځینو فقهي تفرداتو لامله ځینو همعصرو ګمراه بللی،له همدې امله یې په وار وار د محبس ستونزي و کړاوونه هم ګاللي،چې اخر یې مرګ هم همالته را منځ ته شوی،بل اړخ ته بیا د نوموړي ځیني پلويان د دوی په پلوي و دفاع کې دومره له حده تېر شوي،چې لامله یې د امت ستر ستر شخصيات غندني او بد پسې وایي.
حقیقت دا دی چې ابن تیمیه رح په علم و شرف، زهد وتقوی، اخلاص و للاهیت کې کمساری و،یوې خوا ته که عالم و،بل طرف ته ستر مجاهد و،د وخت د حکمرانانو مخې ته بنیان مرصوص و،الله ج ورته د قوي حافظې تر څنګ د وعظ و بیان ملکه او روان قلم هم ور کړی و،چې دیني خدمات او تصنيفونه یې ساحل نه لرونکی سیند دی.
کوم چې پر نوموړي د مجسمه وو یا مشبهه وو د عقیدې تور پوري کیږي،هغه هم د محققينو علماوو په نزد تش خيالات دي. پاتې شو د نوموړي فقهي تفردات،نو یو خو د علماوو یوې ټولۍ نوموړی مجتهد بللی،او بل تفردات خو د بېخي ډېرو علماوو شتون لري،بیا به هغوی پسې هم موږ بد وایو؟
دا چې نور زه خپل نظر درسره شریک کړم،غوره ګڼم چې د نوموړي په اړه د ځینو محققینو علماوو نظرونه درته غورچاڼ کړم.
راځئ له دوی یې واورو.
ملا علي قاري رح د نوموړي او دده د شاګرد ابن قیم په اړه داسي وایي:دوی د اهل سنت و جماعت له اکابرینو او د دې امت له اولیاء نه و.(جمع الوسائل ۱/۳۰۸)
مولانا ادریس کاندهلوي رح په تعليق الصبیح کې د ملا علي قاري رح نه داسي توري نقلوي: ابن تیمیه رح د تشبیه و تعطیل له هغو تورونو پاک دی، کوم چې پري جهیمه دښمنانو لګولي دي………….(۴/۳۸۸)
شاه ولي الله محدث دهلوي رح وایي:
له ابن تیمیه رح سره زموږ عقیده ده،موږ د ده د حال تحقیق کړی دی،دی په قرآن او د هغه په شرعي و لغوي معانیوو پوه دی،د نبي علیه السلام د احادیثو د سلفو د آثارو حافظ دی………..څوک چې څه پسې وایي هغه د نوموړي د علم لسمې ته نه دي رسېدلي.(تاریخ دعوت و عزیمت ۲/۱۷۹.۱۸۰)
ابن کثیر رح وایي:
ابن تیمیه و ابن قیم رحمهماالله د تفسیر او د تفسیر اړوند مسایلو امامان دي،د فقه عارفین دي،ویل کیږي چې د خپلې زمانې له فقهاوو لوی فقیه و،حافظ حدیث و،د صحیح و کمزوري حدیث تر منځ فرق کوونکی و.(البدایه والنهایه۱۴/۱۳۷)
د علامه ذهبي رح قول د تاریخ کبیر په حواله شذرات الذهب کې داسي منقول دی: هر حدیث چې ابن تیمیه رح نه پېژني هغه حدیث نه دی.(۶/۸۲)
شيرعلي شاه مدني رح وایي:
په حقیقت کې هغوی لوی عالم و،مجاهد و،د مجتهد درجه کې و………….لیکن د حيرت خبره دا ده چې ډېر علماء یې په اړه نادره نادره فکرونه لري.(شېر علي شاه کې درسګاه میں ص ۱۶۶)
افسوس چې ځیني افراطیان او سخت دريځي یې له غندنې بلکې له ښکنځلو هم نه منع کیږي،داسي الفاظ ورته کاروي چې د یوه ادنا مسلمان په حق کې یې هم کارول جواز نه لري،الله دي داسي کسانو ته هدایت وکړي.
اقول قولي هذا، و ما علیَّ الا البلاغ



