پکتیکا: طالبانو د خپل نفوذي ملګري په مټ پوسته نیولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۹ فرید افغان)
راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ اړوند په ‹‹ځواکه ››سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو یوه پوسته سقوط کړې او یو شمیر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو رسنیو نه په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د زواکه په سیمه کې یې د ‹‹غره د سر›› مشهوره پوسته یې د خپل نفوذي ملګري په توسط چې له ډیرې مودې راهیسې یې د افغان ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله، سقوط کړې ده.
خبرپاڼې د نفوذي عسکر نوم عثمان ښوودلی او زیاتوي چې نوموړی له ډیر وخت راهیسې له طالبانو سره په اړیکه کې و او څو ځله یې د افغان ځواکونو منځ کې مرګوني بریدونه هم ترسره کړي دي.
طالب ویاند پخلی کړی چې نوموړي نفوذي عسکر د ملي امنیت د ادارې له خوا هم پیژندل شوی و، خو په خبره یې چې ‹‹ مجاهدینو د استخباراتو راپور کشف کړ او د دغه مجاهد د نجات لپاره يې لارې عاجلې چارې وسنجولي او د نوموړي کور یې هم امن ځای ته نقل کړ ››
د طالبانو د خپرې شوې خبرپاڼې تر مخه؛ په دې برید کې يو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي او د نفوذي عسکر په شمول دوه نور همرازي عسکر د طالبانو سیمې ته رسیدلي دي.
طالبان وایي ورغلو عسکرو ۵ میله کلاشینکوفونه، یو میل پيکا او زیاته اندازه مهمات او نظامی توکي ور وړي دي.
دا لمړی ځل نه دی چې د افغان پوځ په منځ کې دا ډول خونړي بریدونه کیږي، بلکه تر وړاندې هم ورته نفوذي بریدونه په افغان پوځیانو او امریکایي ځواکونو تر سره شوي وو چې ګڼ تلفات یې درلودل.
څو اونۍ وړاندې هم د طالبانو یوه نفوذي ملګري د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې ۲۷ عسکر وژلي و.
د یادونې وړ ده چې امریکایي چارواکي اوس یو ګروپ جوړوي تر څو د پوځ په لیکو کې د طالبانو د نفوذي بریدګرو مخه ونیسي.
میاشت مخکې سیګار ویلي و، چې د ۲۰۱۷ کال لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۱۵ نېټې پورې افغان عسکرو په امریکایي او افغان ځواکونو ۵۴ بریدونه کړي چې ۹۷ افغان او څو امریکايي سرتېري وژل شوي،۵۰ افغان او ۱۰ بهرني سرتېري ژوبل شوي دي.



